1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا د توري غوښي له خوراک څخه بايد ډار ولرو؟

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

يوه څېړونکې ډله وايي چي د پاخه عمر کسان بايد د ناروغيو له ويري د تورو غوښو مصرف لږ نه کړي.

https://p.dw.com/p/3QsQq
Eine Scheibe rohes Fleisch
انځور: unpict - Fotolia.com

کلونه کیږي چې کارپوهان توري غوښي ته ګوته نيسې او د غټې کلمې سرطان ناروغۍ، د زړه ناروغي، د وینې فشار او ديابت یا شکرې ناروغې لامل يې ګڼي. خو اوس یو نړیوال ټيم وايې چې د پاخه عمر کسان د دغو ناروغيو له ډاره باید د توري غوښي مصرف کم نه کړي.

د شپيګل مجلی انلاین په رپوټ کي د آلمان د خوراکي ټولنې کاپورهانو ټينګار کړی دیچې د پاخه عمر خلک بايد په اوونۍ کې ۶۰۰ ګرامه غوښه لکه ساسچ او نور و خوري.

په ۲۰۱۵م کال کې د سرطان نړيوال آژانس له خوا ساسچ د سرطان د زيږنده په توګه وپيژندل شو او توره غوښه د سرطان پيدا کيدلو لامل وګڼل شوه.

که څه هم د غوښې او ترينه جوړ شويو خوراکي توکو د زيانونو په برخه کې د کارپوهانو  څيړنې يوې پايلې ته نه دي رسیدلي، اوس يوه نوي څيړنيز ټيم د خپلو څيړنو د تحلیلي پایلو په اړه په لنډه توګه سپارښتنه کړې ده چې د ډير عمر لرونکي سالم کسان کولی شي د توري غوښي خوراک لکه د پخوا په څير وکړي او په اونۍ کې له دوو تر څلور ځلې پورې غوښه وخوري.

دغه څيړنير ټيم يو بل مهم ټکې ته اشاره کړې ده: نه ښايي چې د غوښې مصرف په محدودولو سره په هغه کسانو کي چې دغه غوښه يې خوښيږي، د هغوی د رضايت حس کم کړای شي. دوی ويلي دي چې دغه کار بیا په اوږده موده کې د دغه کسانو روغتيا ته زيان رسوي.

د دغو څيړونکو په اند، کولی شو د توري غوښې مصرف د اخلاقي یا چاپيريال ساتني دلايلو له کبله کم کړو، خو له يادو شويو ناروغيو سره دغه غوښه کومه اړیکه نه لري.

د آلمان د خوراکي توکو له انجمن څخه ستفن کابيش وايې: «د دغه څيړنو پايلې بيخې سمې دي. ځکه د خوراکي توکو په علم کې، ډير لاملونه سره تړاو لري او نه شې کيدای چې د خوراکي توکو اغيز پر بدن باندې ثابت شي.»

F/s.h/n.z