1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د بلک هاک الوتکې د جګړې لور تعيينولی شي؟

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

د امريکا متحده آيالات پلان لري چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې افغانستان ته لږ تر لږه ۱۵۹ د بلک هاک څرخي الوتکې ورکړي. ۵۸ دغسې هليکوپترونه په اضافي توغنديو او وسلو مجهز دي څو هوايي ملاتړ هم سر ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2lSW9
Symbolbild Afghanistan Hubschrauber Black Hawk
انځور: dapd

تر اوسه پورې افغان هوايي ځواک يوازې ۴۰ د ام آی ۱۷ ډوله روسۍ څرخي طيارې درلودې. د چارواکو په خبره د بلک هاک يوه څرخي الوتکه تقريبا د ۸ ميليونو ډالرو په بيه پرېوځي. تر اوسه پورې افغانستان ته يوازې دوې بلک هاک الوتکې رسېدلي دي چې د تريننګ یا روزنې له پاره په نظر کې نيول شوې دي. د نورو هليکوپترونو انتقال ځنډېدلی دی ځکه چې د متحده آيالاتو پوځ په کاريبين سيمه کې د سختو توفانونو له کبله په بشري مرستو بوخت دی.

د افغانستان د هوايي ځواک پوځي مشاور ډګرمن ترېنت الکساندر، وايي چې د يوه مسلکي پيلوټ بيا روزنه او هغه له بلک هاک الوتکې سره بلدول تقريبا پنځه تر شپږ مياشتې پورې وخت نيسي. د الوتنې د لومړني صنف غړي پيلوټان وايي چې هغوی دغسې نويو او عصري هليکوپترو ته سترګې په لار ول. يوه پيلوټ ذبيح الله دوراندېش، وويل: «بلک هاک الوتکې ښه کنترول کېدلی شي، ځکه چې هغه د ام آی ۱۷ ډوله الوتکو په پرتله وړې دي. ځکه نو هغه ښې جنګي وړتياوې لري او عسکر او بار هم وړلی شي.»

د چارواکو په خبره به افغان پيلوټان د راتلونکي کال په پيل کې خپل لومړني ماموريتونه شروع کړي. په تويتر کې راغلی يو پيغام چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد ګڼل کيږي، خبرداری ورکوي چې دغه الوتکې به په روانه جګړه کې هيڅ تغيير رانه ولي. دا په داسې حال کې ده چې افغان او امريکايي چارواکو د نويو امريکايي څرخي الوتکو انتقال ته هر کلی ويلی دی. دا د داسې یوې پروسې شروع ده چې په پای کې به د افغانستان ځوان هوايي ځواک ورباندې اساسي بدلون ومومي.

په داسې حال کې چې د يو ايچ ۶۰ ډوله بلک هاک الوتکو د انتقال پلان د يو څه مودې راهيسې تر کار لاندې وو، هغه د متحده آيالاتو په مشرۍ د ائيتلاف د روزنيز ماموريت يوه لويه او مهمه برخه تشکيلوي. د روزنې دغه هڅې په اګست مياشت کې د ولسمشر دونالد ترمپ په منظورۍ وغځول شوې. د افغان پوځ مشاور ډګرمن ترېنت الکساندر، وايي چې د افغان پوځ «د پروګرام په عصري کولو سره هغوی ته دا فرصت ورکول کيږي چې ټول افغانستان ته خپل ځواک او قدرت وغځوي.»

د کندهار په هوايي ډګر کې د مراسمو په ترڅ کې افغان ولسمشر، اشرف غني، په رسمي توګه نوې څرخي الوتکې ومنلې. هغهْ د شنبې ورځ يوه «تاريخي ورځ» وبلله، چې په مرسته به يې د هغه په وينا هوايي ځواک د امنيتي ځواکونو اړتياوو ته لا ښه ځواب وويلی شي.

په روسيه کې جوړې شوې د ام آی ۱۷ ډوله څرخي الوتکې چې تر اوسه پورې د افغان هوايي ځواک د ملا تير تشکيلوي، د هغو پيلوټانو له پاره ښې او کارنده وې چې له روسي تجهيراتو سره بلد ول. خو د مسکو او واشنګټن تر منځ د اړيکو خرابېدل اوس په دې معنی وه چې امريکايانو نور نه شوای کولای افغانانو ته نوې پرزې او نورې الوتکې هم په اختيار کې ورکړي. ډګرمن الکساندر په دې هکله وويل: «د ام آی ۱۷ ډوله څرخکې ښې الوتکې وې چې افغانانو ته يې د وړتياوو خپلولو امکان ورکړ، خو د يو ايچ ۶۰ ډوله بلک هاک الوتکو په واردولو سره هغوی اوس راتلونکي ته هم چمتو او برابر کړل شوي دي.»