1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اسرائيلو او غزې ترمنځ به دايمي اوربند وشي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

داسې نښې نښاني زياتې شوي چې ښايي د اسرائيلو او حماس ترمنځ د مصر د حکومت په منځگړيتوب دايمي اوربند وشي. خو د غزې د کلابندي سيمې اوسيدونکي او ملگري ملتونه په محتاط ډول خوشبين دي.

https://p.dw.com/p/37jRL
Gazastreifen Proteste & Ausschreitungen
انځور: Imago/Zuma Press

عبدالله الزعتري د غزې تراډې په مرکز کې د يوه کور مخې ته ناست دی او نظر یې له هر ډول احساس څخه خالي دی. ده د سړک بلې غاړې ته په کوچني پټي سترگې ور ښخي کړي دي او بيا کيسه کوي چې کابو يوه اوونۍ تر مخه دلته څه پيښ شوي ول.

دی د خپل زوی کيسه کوي: «محمد په دغه ورځ لومړی زما سره په پټي کې کار وکړ. موږ بينډۍ ټولولې. بيا د هغه ملگري راغلل او دوی پر موټر سايکل د سرحد پر لور ولاړل. دوی غوښتل جالونه خپاره کړي او مرغۍ ونيسي. لږ وروسته ماته خلک راغلل او ویې ويل چې درې هلکان بې پېلوټه الوتکې په نښه کړي او وژلي دي. زه یې داسې له مرگه خبر شوم.»

محمد الزعتري ۱۴ کلن وو. هغه له اسرائيل سره دې اغزن تار ته څيرمه له خپله کوره يوازې ۸۰۰ متره ليري ووژل شو. دوه نور ملگري یې چې د اسرائيلو له خوا په دې بريد ووژل شول، هم د ده همزولي ول. د اسرائيلو پوځ وويل چې دا هلکان اغزن تار ته ډير نزدې ورغلي ول او احتمالاً دغلته یې د بم د ايښودو هڅه کوله. خو د محمد پلار عبدالله دا يوه بې معنا خبره بولي.

په دې تيرو څو میاشتو کې تر۲۰۰ زيات فلسطنيان د اسرائيلو د پوځ له خوا وژل شوي دي. زياتره یي سرحدي کټارو ته څيرمه د مظاهرو په ترڅ کې د نښه ويشتونکو له خوا وژل شوي. د دې مظاهرو په ترڅ کې احتجاج کوونکو د کټارو څخه د اوښتو هڅه کوله. په دې ترڅ کې يو اسرائيلی عسکر د فلسطنيانو له خوا ووژل شو.

وسله والو فلسطيني ډلو پر اسرائيلو په څو ځلي سخت راکټي بريدونه وکړل. فلسطينۍ ډله حماس چې د غزې تراډه کنترولوي او اسرائيل څو وارې د یوې نوې جگړې پيلولو ته نزدې شوي ول. ماتيس شماله چې په غزه تراډه کې  UNRWA یا  د ملگرو ملتونو د فلسطنيني مهاجرو د مرستې ادارې مشر دی، وايي: «اوسمهال په رښتيا هم خبره، د يوه نوي جنگ د مخنيوي ده. موږ په دې تیرو دوو مياشتو کې څلور يا پنځه واري د يوه نوي جنگ پيل ته ډير زيات نزدې شوي وو. دمگړۍ داسې ښکاري چې رښتيا څوک دې ته ليوال نه دي، نه هم په اسرائيلو کې او نه هم دلته چې يو نوی جنگ پيل کړي. دا يوه ډيره ښه نښه ده.»

Israel Palästina UN-Hilfswerk UNRWA in Gaza | Matthias Schmale
د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستې ادارې مشر ماتيس شمالهانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/M. Ajour

ظاهراً اسرائيل او حماس د مصر په منځگړيتوب د اوربند تړون لاسليکولو ته ډېر نزدې دي. اسرائيلي او عربي رسنيو لا د احتمالي تړون د محتوا په اړه هم رپوټونه خپاره کړي دي. د توافق پر اساس به د حماس له خوا د تنظيم شويو مظاهرو او د تاوتريخوالي د دريدو په بدل کې د اسرائيلو او مصر له خوا د غزې تراډې محاصره يو څه سسته شي او د سيمې د دوه ميليونه اوسيدونکو له پاره د زيربنا د رغونې چارې پر مخ وړل کيږي.

د غزې ښار په مرکز کې ۲۴ کلن جمال پر يوه کوچنۍ کراچۍ قهوه، چای او سگريت خرڅوي خو دی ډير مشتريان نه لري. د غزې تراډې اقتصاد ډير خراب شوی او د مصر او اسرائيلو سره سرحدي لارې تړل شوي دي. جمال وايي: «دې شرائطو ته په کتو سره هر څوک غواړي له دې ځايه ووځي. زه هم تللم که مې کولی شوی. خو که وضعه ښه شي نو ډيری به خپل نظر بدل کړي.»

Gazastreifen israelische Luftangriffe
همدا څو ورځې تر مخه اسرائيلو په غزه کې هدفونه په نښه کړلانځور: Reuters/M. Salem

جمال په دې آند دی چې دا وار به د اسرائيلو او حماس ترمنځ د دايمي اوربند تړون چې د هغه د ژوند شرائط ښايي ښه کړي، رامنځته شي. د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستې ادارې مشر ماتيس شماله هم همدا باور لري. نوموړې د بريښنا ښه والي ته اشاره کوي. د ورځې اوس د څلورو ساعتونو پر ځای اته او لس ساعته برق وي. د شماله په آند به بريښنا او پاکو اوبو ته لاس رسۍ هغه څه وي چې د تړون تر لاسليکيدو وروسته به لومړيتوب ورلري. تر دې وروسته به بيا اقتصاد وي.

تر اوسه د سيالو فلسطيني ډلو حماس او فتاح ترمنځ توافق ته د اسرائيلو او حماس ترمنځ د تړون له پاره د يوه شرط په سترگه کتل کيدل. خو دا چې دا دواړه ډلې سره موافقي نه وې نو د تړون په برخه کي هم پرمختگ نه کيده. خو اوس ملگرو ملتونو او مصر د منځگړي په توگه ظاهراً يوه بله لاره غوره کړې ده او په دې توگه کيدای شي لږ تر لږه د اوربند یو دوامدار تړون رامنځته شي. خو په دې اړه لا خبرې اترې رواني دي.