1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا افغانستان بيا د ترهګرو پر ځالې اوړي؟

۱۴۰۰ شهریور ۱۴, یکشنبه

د متحده آيالاتو لوی درستيز مارک ميلي اندېښنه څرګنده کړې ده چې افغانستان د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي يوې کورنۍ جګړې ته داخل شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان اوس قدرت ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3zvrF
US-Militär General Mark Milley
انځور: Getty Images/C. Somodevilla

د متحده آيالاتو لوی درستيز مارک ميلي اندېښنه څرګنده کړې ده چې افغانستان د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي يوې کورنۍ جګړې ته داخل شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان اوس قدرت ته رسېدلي دي.

د امريکا متحده آيالاتو لوی درستيز مارک ميلي د آلمان په رامشتاين پوځي اډه کې د فوکس نيوز رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې «زه نه پوهيږم چې آيا طالبان د دې وړتيا لري چې خپل واک ټينګ او يو نوی حکومت جوړ کړي.» نوموړي زياته کړه چې «زما نظامي اټکل دا دی چې وضعيت ښايي خراب او په يوې کورنۍ جګړې بدل شي. » ميلي خبرداری هم ورکړ چې دغسې يو حالت ښايي دا نتيجه ولري چې تروريستي ډلې د قدرت له خلا څخه ګټه واخلي. د هغه په خبره ښايي القاعده بېرته تشکيل پيدا کړي، د اسلامي دولت نومې ډلې جنګيالي خپل نفوذ وغځوي يا « ډېر شمېر تروريستي ډلې» په افغانستان کې رامنځ ته شي. د ميلي په خبره «کېدای شي د ۱۲، ۲۴ يا ۳۶ مياشتو په ترڅ کې ووينو چې له دغې سيمې څخه تروريزم يو ځل بيا راپياوړی کيږي. موږ به دغه حالت ووينو.»
د وروستيو امريکايي سرتېرو په وتلو سره د افغانستان پوځي ماموريت تر کابو شلو کالونو وروسته پای ته رسېدلی وو. د خروج د يو اصلي دليل په توګه متحده آيالاتو د القاعده شبکې ماتېدل بللي وو چې اوس نور په متحده آيالاتو کې هدفونه په نښه کولی نه شي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې القاعده د نړيوالو ځواکونو تر وتلو دمخه لا د افغانستان په هر دويم ولايت کې حضور درلود.