1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا افراطيت د اروپا له پاره خطر دئ؟

دويچه ويله/ محمد قاسم نوري۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس ديمیزېر په یوه تلویزوني مرکه کي دخپل هيواد د امنیتي حالت او ترهگري خطرونه په اړه څرگندونو کي وضعيت تشريح کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DxRs
انځور: imago/Jens Schicke

توماس ديمیزير په خپل هيواد کي د امنیتي حالت د څرنگوالي او ترهگرۍ د خطرونو په اړه ويلي دي، چي حالات جدي دي:

«موږ تر پخوا له ډیرو خطرونو سره مخامخ یو. موږ د سوریې او عراق په بحران او د اسلامي دولت (IS) په نامه ډلي په موضوع کي شامل او له دې کبله له خطر سره هم مخامخ یو. د یوې ترهگري حملې په هکله اټکل څوک بې له هغه هم کولای نه سي. خو موږ نسو کولای ووایو، چي هیڅ شان برید تر سره کیدلای نه سي. مرکزي او ایالتي قواوی ډیر کوښښ کوي او تر اوسه پوري بریالۍ هم دي.»

دا چي آيا آلمان د نورو اروپايي هيوادونو په نسبت له ترهگرۍ له خطر سره مخامخ دی ديميزير وايي چي کېدای سي، ځکه له دغه هيواد څخه په سونو افراطيان په سوريې او عراق کي جنگ ته تللي دي:

«سړی کولای سي ووايي، چي امریکایانو ته همېشه د لومړۍ درجې دښمن په سترگه کتل کیږي. خو موږ د لوېديځوالو یو جزء یو او پر دې باندي فخر کوو، چي تل د ازادۍ او دیموکراسۍ اړخ نيسو. موږ د عراق په شمال کي کردانو ته د اسلامي دولت (IS) ډلي پر ضد وسلې لیږلي دي. موږ پخپله د تقریباً۵۵۰ افراطي اسلامپالو جنگیالیو د ورتگ له کبله عملأ په جنگ کي شامل یو. موږ یو طرف نیولی دی، او دا پخپله دا معنی لري چي موږ تر جلب توجه لاندي هم راسو.»

دغه۵۵۰ جنگیالي هغه کسان دي، چي په آلمان کي رالوی سوي دي. دوی په ټولنه کي رالوی سوي او افراطي سوي دي. د هغوی۸۰ سلنه په مسلمانو کورنیو پوري اړه لري، خو ۲۰ فیصده هغه عیسویان دي، چي مسلمانان سوي دي. دوی عادي ځوانان ول، چي د فوټبال په ټیمونو کي شامل ول او ښوونځيو ته تلل.

دیمیزې زياتوي، چي دغه کسان په معتدله اسلامي کورنیو کي لوی سوی دي، نو دا څرنگه کیدلای سي، چي هغوی افراطیان سي. د ده په خبره ټوله امیدواري بايد پر امنیتي قواوو باندي ونه سي، بلکي افراطیت وپیژندل سي او له غه سره مبارزه وسي، چي دا د ټولي ټولني وظیفه ده.

ديميزېر وايي که چيري په ټولنه کي افراطيت رامنځته سي، د هغه ضد تدابير بايد ونيول سي. که څه هم چي هغه به ډېر سخت وي: «خو موږ غواړو دغه کسان سوریې او عراق ته له تگ څخه هم راوگرځو. که هغوی تللي وي، کوښښ کوو، چي آلمان ته راداخل نسي. ځکه چي موږ نه غواړو ترهگري له آلمان څخه صادره سي. که څه هم دا یوه جنجالي موضوع ده، ځکه چي ډیری وايي، چي پرې ږدی، چي هغوی ولاړ سي، بیا نو موږ له هغوی څخه هم خلاص یو. که داسي وي، نو موږ باید بيا دا تمه ونه لرو، چي ترهگري دي موږ ته نه راسي. موږ بايد پوره اقدامات وکړو، او هغه کسان چي بيبرته راځي د راتگ مخنیوی یې وکړو، هغوی ونیسو او محاکمه یې کړو.»