1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ځواکونو، د بغلان پوسته افغانانو ته وسپارله

DW, dpa/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۲۶, یکشنبه

د آلمان وسلوال پوځ د افغانستان په شمال کې د ستراتيژیکه لحاظه یوه مهمه پوسته افغان ځواکونو ته وسپارله. په دغه اډه کې له دریو کلونو څخه آلماني ځواکونه میشت ول.

https://p.dw.com/p/18qhB
انځور: picture-alliance/dpa

د «شمال د څارنې د پوستې» په نوم دغه اډه په نسبي توګه نارامه ولایت بغلان کې موقعیت لري او د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې پنځلسمه) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه. دغه خبر د آلمان د پوځ د عملیاتو قوماندانۍ ورکړی دی. زیاته شوې ده چې په وروستي وخت کې په دغه پوسته کې ۲۰۰ آلماني سرتیري میشت ول. اوس په دغه اډه کې ۲۵۰ افغاني سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

په دغه ځای کې چې کوم آلماني سرتیري میشت ول، د شنبې د ورځې راهیسې په مزار شریف ته چیرې چې د آلمان د پوځ ستره پوځي اډه پرته ده ستانه شول.

دغه پوسته چې د کندز ولایت لویدیځ لور ته د ۷۰ کیلومترو په واټن کې پرته ده، د ستراتيژیک لحاظه ډیره مهمه بلل کیږي. د «شمال د څارنې» په نوم دغه پوسته درې کاله تر مخه هغه وخت جوړه شوه کله چې د طالبانو بریدونو خپل لوړ اوج ته رسیدلي ول. دغه پوسته د یوې غمجنې پیښې یادون هم کوي کله چې پوره دوه کاله تر مخه یوه افغان سرتیري درې تنه آلماني سرتیري ووژل.

په پام کې ده چې د روان کال په مني کې به د کندز پوځي اډه هم وتړل شي. تر دې وروسته یوازې په مزار شریف کې د آلماني پوځونو ستره پوځه اډه پاتې کیږي.

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، د مارچ په میاشت کې له دغه پوستې څخه لیدنه کړې وه
د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، د مارچ په میاشت کې له دغه پوستې څخه لیدنه کړې وهانځور: Reuters

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، د مارچ په میاشت کې د بغلان له پوستې څخه لیدنه کړې وه او دغه پوسته یې د آلمان د پوځ له پاره د یوه «ځانګړي ځای» په توګه یاد کړ. هغه ویلي وو: «دلته زموږ پوځي ماموریت د څاګانو له ایستلو څخه په جنګي ماموریت بدل شو.» د هغه په وینا په دغه ځای کې د آلمان پوځ د جګړې له تجربو څخه مخامخ شو.

په پام کې ده چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد په کچه امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي. له افغانستان څخه د آلماني پوځونو د راوتلو لړۍ کابو له یوه کال راهیسې پیل شوې ده. اوس په افغانستان کې د میشتو آلماني ځواکونو شمیر له ۵۰۰۰ څخه شاوخوا ۴۳۰۰ سرتیرو ته راټیټ شوی دی.

د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنګي سرتیري راووځي. تر هغې وروسته به د ناټو یو کوچنی ماموریت چې آلمان به په کې هم ونډه ولري، د افغان ځواکونو د روزلو په موخه په دغه هیواد کې پاتې شي.

د شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوې بمې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه پولیس ووژل شول. د پکتیکا د رسمي چارواکو د وینا له مخې د پولیسو په یوه موټر باندې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې نور اووه تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.