1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ کي د توندلاريتوب شکمنې قضيې زياتي سوي

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د آلمان د پوځ د ۵۵۰ شمېر عسکرو پر ضد د ښې اړخي توندلاريتوب سره د تړاو په شک تحقيقات ادامه لري. له ۲۰۱۹ کال راهيسي په دغو قضيو کي ۳۶۰ نوي اضافه سوي.

https://p.dw.com/p/3Wphl
Rechtsextremismus in der Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان د نظامي استخباراتي ادارې (MAD) رئيس کريسټوف ګرم ويلي چي دمګړی د ۵۵۰ آلماني عسکرو څخه د ښې اړخي توندلاريتوب سره تړلو شکمنو قضيو له کبله تحقيقات ادامه لري. نوموړي دا څرګندونې آلمانۍ ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاګ» ته کړي دي.

د ګرم په وينا پر ۱۴ کسانو ښې اړخيتوب ثابت سوی چي پکښي ۸ يې توندلاري ښې اړخي دي. د دې ترڅنګ يادي استخباراتي ادارې ۴۰ کسان پېژندلي چي د آلمان د اساسي قانون په وړاندي په »ناکافي وفاداري» تورن دي. ګرم اعلان کړی دی چي له ۲۰۲۰ کال څخه به د يادي استخباراتي ادارې د فعاليتونو په تړاو رسمي راپور خپرول پېل کړي. له دې مخکي د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کي د پوځ له پاره ځانګړي استازي هانس پېټر بارټېلز د داسي يو راپور د خپرولو غوښتنه کړې وه.

په زياته ځانګړي عسکر اغېزمن دي

د آلمان د پوځي استخباراتي ادارې د رئيس په وينا په زياته د (KSK) په ځانګړي نظامي واحد کي دمګړی د ۲۰ دوسيو څېړنه روانه ده چي د ښې اړخي توندلاريتوب سره تړاو لري. نوموړي و ورځپاڼي ته ويلي چي د دغو دوسيو شمېر د ۲۰۱۹ کال په پېل کي لا نژدې نيم ؤ. په دې توګه نو په ياد ځانګړي امنيتي واحد کي د دوسيو او عسکرو د شمېر تناسب د نورو قواوو دننه د دوسيو د شمېر په تناسب پنځه چنده زيات دی.

ګرم په څرګنده توګه هغه تأثر رد کړ چي ګواکي د آلمان د پوځ دننه يوه پټه توره ډله وجود لري. د هغه په وينا دا ډول قضيې ډيري جدي نيول کيږي او په دقيقه توګه يې پلټنه کيږي. د ګرم په وينا يو شمير داسي عسکر يې پېژندلي چي ښې اړخي دي خو د هغه په وينا تر اوسه يې داسي کومه ډله نه ده موندلي چي ګواکي هدف يې د آلمان د دولت له منځه وړل وي.

د ګرم په وينا د فرانکو ا. په نوم عسکر له پيښي څخه عبرت اخيستل سوی او اړين اقدامات پياوړي کړل سوي دي. د څارنوالۍ د تور له مخي فرانکو ا. په آلمان کي د پناه غوښتونکي په توګه ځان اړونده ادارې ته معرفيٍ کړی ؤ او غوښتل يې چي يو ترهګر بريد تر سره کړي او په دې توګه د مهاجرو په وړاندي کرکه زياته کړي. د ګرم په وينا دغه پېښه د «ويښېدو ږغ رول ولوباوه چي MAD بايد نور پرمختګ وکړي.«

dpa, afp/awa/ns