1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پولیسو درې مهاجر له داعش سره د اړیکو په تور نیولي

۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان فدرالي او د تروریزم پر ضد مبارزې ځانگړو پولیسو درې سوریايي مهاجر له افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش سره د تړاو په تور نیولي دي. دغه درې سره کسان تر څو اوونیو تحقیقاتو وروسته نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1K17k
Deutschland GSG 9
انځور: picture alliance/dpa/Hannibal

د آلمان د لوی څارنوال له دفتر څخه د سه شنبې په ورځ په خپرې شوې بیانیې کې د رسنیو هغو رپوټونه تائید شوي دي چې د آلمان فدرالي او د ترهگرۍ پر ضد ځانگړو پولیسو (GSG 9) قطعات د شکمنو ترهگرو پر ضد عملیاتو کې شامل وو.

په دغو ځانگړو عملیاتو کې درې کسان نیول شوي دي. درې واړه سوریايي وگړي دي او د لوی څارنوال د دفتر له لوري د هغوی نومونه د ۱۷ کلن ال. ح، ۲۶ کلن محمد. الف، ۱۸ کلن ابراهیم. م ښوول شوي دي. په آلمان کې د چارواکو له لوري زیاتره وخت د شکمنو کسانو بشپړ نومونه نه ښوول کیږي.

نور مطالب:

د رپوټونو له مخې دغه درې کسان د یوه بهرني ترهگر سازمان په اصطلاح «اسلامي دولت» د غړیتوب په تور نیول شوي دي. تر اوسه د ترسره شوو څیړنو له مخې دغه درې واړه کسان د تیر کال نومبر میاشتې کې «په دې موخه راغلي وو چې د اسلامي دولت، پخوانی امر پر ځای کړی او یا هم نوو لارښوونو ترلاسه کولو ته انتظار وباسي».

داسې باور کیږي چې ال. ح، د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشتې کې د سوریې په رقه، کې د وسلې د استعمال او چاویدیدونکو توکو په هکله له داعش څخه روزنه تر لاسه کړي وي. زیاته شوې ده چې تر هغې یوه میاشت وروسته دی او نور دواړه شکمن کسان اروپا ته د سفر کولو په پلان راضي شوي، څو د داعش تر کنتروله د باندې سیمو کې عملیات او یا هم بریدونه تر سره کړي.

د لوی څارنوال د دفتر په وینا د څیړنو په پایله کې لا تر اوسه د اساسي امرونو او یا نورو لارښوونو په هکله څه نه دي موندل شوي.

د رپوټونو له مخې شکمن کسان د چاپو په ترڅ کې د آلمان د شلېزوېگ – هولشتاین، ایالت کې نیول شوي دي. په دغه ځای کې د نیول شوو شکمنو کسانو کورونه هم تالاشي شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د آلمان د جنایي فدرالي پولیس، د ملي پولیسو او د شلېزوېگ – هولشتاین، ایالتي پولیسو تر ۲۰۰ زیاتو کسانو برخه درلوده.

اټکل کیږي چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د دغو نیونو په هکله د ورځې په اوږدو کې خپل نظر څرگند کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب