1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ولسمشر مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکي ورکړه

۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعه

د افغان ولسمشر یوآخیم ګاوک د دغه هیواد او ټولې نړۍ مسلمانانو ته کوچني اخیر مبارکې وویله او د بیلابیلو دینونو تر منځ یې د اعتماد غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1G0P7
Bundespräsident Joachim Gauck in Schloß Holte-Stukenbrock
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوگ د خپل هیواد ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه. په دې مناسبت په خپل پیغام کې یوآخیم گاوک د بیلابیلو ادیانو تر منځ د اعتماد او ښې راشه درشه له پاره غږ وکړ.

ولسمشر ګاوک وویل: «که چیرې موږ یو بل ته د درناوي وړ او سولیز گډ ژوند له پاره د هدایت غوښتنه ولرو نو هرمرو یوه راتلونکي ښه گډ ژوند ته په رسیدو بریالي کیږو.»

د آلمان ولسمشر د خپل پیغام په دوام کې یادونه وکړه: «زه د روژې د میاشتی له تفکر سره ځان شریک گڼم هغه میاشت چې مسلمانان د عبادتونو له تر سره کولو او له یو بل سره د مینې درلودلو سره لمانځي. داسې مینه چې ایمان لرونکي مکلف کوي ترڅو د نورو له پاره مسوولیت پر غاړه واخلي.»

د آلمان پنځه سلنه نفوس مسلمانان جوړوي چې ډیری یې د ترکیې په شان هیوادونو څخه آلمان ته کډوال شوي دي. گاوک وویل: «زه په آلمان کې تولو مسلمانانو ته د اختر مبارکی وایم او د هغوی له پاره د خوښي او سوکالي هیله لرم.»

دغه راز په المان کې د مسلمانانو مرکزی شورا په دغه هیواد کې میشت مسلمانانو ته د اختر مبارکی ورکړه او له غیر مسلمنانو څخه یی مننه وکړه چې د روژې په میاشت کې د مسلمانانو د روژه ماتې په لمانځنو کې يې ګډون کړی دی.