آلماني سرتيري له کندز څخه وزي
۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبهخو په کمپ پامير کي به د آلماني سرتيرو ځانګړي ډاډمن ځای د افغان سرتيرو له پاره پر خپل ځای پاته وي. د اړتيا له مخي به هلته مشورتي ټيمونه سفر وکړي تر څو د زده کړو ماموريت ته دوام ورکولاي سي. خو په کندز کي به نور آلماني پوځ په دايمي ډول حضور و نه لري. په مجموعي ډول ۱۲۵۰ آلماني سرتيري په افغانستان کي ځای پر ځای دي چي لويه برخه يې په مزارشريف کي ده. په کابل کي هم آلماني سرتيري سته.
د آلمان د خبري آژانس په حواله له کندز څخه د سريترو د وتلو پريکړه د دوبي په پای کي په کابل کي د ناټو ماموريت د پوځي مشرتابه له خوا سوې وه. په دې ډول نو دا پريکړه د دونالد ترمپ د تيري اونۍ له پريکړې سره چي امريکايي سرتيري به له افغانستان څخه وباسي، هيڅ تړاو نه لري. د جنوري مياشتي تر ۱۵مي پوري به په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو شمير له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړاي سي.
امريکا متحده ايالاتو له وسله والو طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري مياشتي په پای کي يو تړون لاسليک کړ چي له مخي به يې د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتي تر پايه پوري ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه وايستل سي.
کندز د آلماني سرتيرو له پاره برخليک ټاکونکي ځای دی. دلته آلماني سرتيرو۱۰ کاله مخکي په ساعتونو نښتي کړي چي له دوهمي نړيوالي جګړې راهيسي يې ساری نه لاره. د افغانستان په هيڅ کومي بلي سيمي کي دومره آلماني سرتيري نه دي وژل سوي، لکه په کندز او بغلان کي. د افغانستان په ماموريت کي ۵۹ آلماني سرتيري وژل سوي دي.
کله چي آلماني عسکر په اول وار په ۲۰۱۳م کال کي له کندز څخه ووتل، نو د هغه وخت د دفاع وزير توماس ديميزير وويل چي، کندز زموږ له پاره هغه ځای دی چي زموږ سرتيرو پکښي جګړه کړې او مجبوره سول چي جګړه زده کړي. چي دا کار د آلمان د پوځ او آلمانانو له پاره يوه نوې مرحله وه.