1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني استخباراتو له اخوان المسلمين څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د استخباراتي ادارې د نارد راين وېستفالن ايالت د څانګې مشر بورکارت فراير په آلمان او اروپا کي له «قانونپال اسلام» څخه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/3Spo8
Deutschland Bundesamt für Verfassungsschutz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

بورکارت فراير د آلمان د «اساسي قانون د ساتنې» په نوم د استخباراتي ادارې د نارد راين وېستفالن ايالت د څانګې رئيس دی. هغه د «فرانکفرتر الګېماين څايتونګ» په نوم ورځپاڼي ته ويلي دي چي اخوان المسلمين ډلې په اروپا او په زياته په آلمان کي د پراخ جال د جوړولو په حال کي دي. د نوموړي دغه څرګندونې د يادي ورځپاڼي د دوشنبې ورځي (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۱مه) په ګڼه کي راغلي دي.

فراير په خپلو څرګندونو کي په اروپا او آلمان کي د مخ په ډېرېدونکي «اسلامي قانونپالنې» څخه خبره کړې ده. د آلمان د داخلي استخباراتو دغه چارواکي زیاته کړې ده چي اخوان المسليمين په ظاهره ځان معتدل او تاوتريخوالي ته نه چمتو ښيي او په ډېر مهارت خپل سياسي مقاصد پټوي.
 

فراير زياته کړې چي اخوان المسلمين په دې لټه کي دي چي په آلمان کي اوسېدونکو مسلمانانو کي خپله نظريه خپره کړي. د هغه په وينا د هغوی مقصد يو داسي دولت دی چي پکښي شرعي قوانين حاکم وي. د دغه آلماني چارواکي د ارزونې له مخې دا ډول کار د ديموکراسۍ دښمن دی او په ټولنه کي د درز رامنځ ته کولو ګواښ پېښوي. د يادي امنيتي ادارې د ناردراين وېستفالن ايالت د څانګې په وروستي راپور کي هم له «قانونپال اسلام» څخه خبرداری ورکول سوی ؤ. په دې ترڅ کي له يادي اصطلاح څخه مقصد هغه نظريه ده چي له مخي یې د اسلام قواعد او اصول بايد په قوانينو کي اطلاق پيدا کړي. په راپور کي راغلي ول چي ياده مفکوره په اوږدمهاله توګه حتی تر سلفي عقېدې لا خطرناکه ده.

دغه چارواکي يادې ورځپاڼي ته ويلي دي: «موږ وينو چي په آلمان کي د سازمانونو او اشخاصو يو جال رامنځ ته سوی دی.» د هغه په وينا له مهمو سازمانونو څخه د آلماني مسلمانانو ټولنه ده. دغه چارواکي ويلي چي يوازي په ناردراين وېستفالن ايالت کي ۲۰ اړونده غورځنګونو ته نژدې ملا امامان او ۲۱ جماعتونه سته. د هغه په وينا يادي ادارې او اشخاص يا خو په مستقيمه توګه د اخوان المسلمين سره تړاو لري او يا يې مفکوره اړونده تمايلات ښيي.

د آلمان اړونده استخباراتي اداره په زياته د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان اغېز ويني. دغه اداره وايي چي ښکاره نخښي سته چي د اخوان المسليمين ډلې د ترکي حکومت له لوري تقويه کيږي. زياته سوې چي دغه غورځنګونه او ډلې په کافي اندازه سره مالي امکانات لري او مخکښ غړي يې په اقتصادي او تعليمي توګه پياوړي دي.

د فراير په وينا مقصد يې دا نه دی چي اخوان المسليمين په يوه ځانګړې کونج کي ودروي بلکه غواړي چي پر دغه موضوع ښکاره خبري او بحث وسي او ښايي په نتيجه کي بعضي کسان ورڅخه ليري سي. د هغه په وينا په خپله په دغه غورځنګ کي دننه په لږه اندازه داسي تمايلات هم سته چي غواړي له توندلاريتوب څخه ليري سي.

د فراير په وينا د ترک اسلامي اتحاد يا ديتيپ د اسلامي قانونپالنې تر تاثير لاندي ټولنه نه ده بلکه په آلمان کي د ۸۵۶ داسې مسجدي ټولنو استازيتوب کوي چي د ترکيې د اړونده مذهبي چارو د وزارت له خوا رهنمايي کيږي. د هغه په وينا ديتيپ د اخوان المسلمين په شان د دولت بدلول نه غواړي.

KNA/AA/BS