1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کردانو او ترکانو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

په آلمان کې یو وار بیا د کردانو او ترکانو تر منځ د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پر سر اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. کردان هره ورځ په منظمه توګه د ټول آلمان په کچه مظاهرې کوي.

https://p.dw.com/p/3RQFQ
Kurdendemo in Köln
انځور: picture-alliance/C. Hardt

د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پر سر په آلمان کې د کردانو او ترکانو تر منځ د چهارشنبې په ورځ په تازه آخ او ډب کې د پنځو پولیسو په شمول نهه تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا د کردي مظاهره کوونکو او د هغوی پر ضد ترکي احتجاج کوونکو تر منځ د آلمان په لویدیځ ښار لودنشاید، کې د شخړې د رامنځ تر کیدو وروسته یو ۵۰ کلن ترکي وګړی په چاړه وهل شوی چې بیا وروسته روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شو.

پر دې سربیره د آلمان په بوتروپ ښار کې د کردي او ترکي مظاهره کوونکو تر منځ د آخ او ډب رامنځ ته کیدو وروسته اته کسه سرسري ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا ۵۰ کردانو په یوه ثبت شوي احتجاج کې ګډون کاوه چې د ترکانو یوې ډلې دغه غونډه ګډه وډه کړه. د پولیسو په وینا خلک لمسول کیدل او د کاڼو ګوزارونه کیدل. پولیسو د دواړو لورو تر منځ مداخله وکړه چې په پایله کې یې د پولیسو پنځه افسران ټپیان شوي دي. پولیسو پنځه کسان نیولي هم دي.

کردان د آلمان په ډیر شمیر ښارونو کې هره ورځ په منظم ډول مظاهرې کوي او په سوریه کې د کردي ځواکونو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي. د دوشنبې په ورځ هم د آلمان په هیرنه ښار کې د کردانو او ترکانو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شوی وو چې د یوه پولیس په شمول پنځه تنه په کې ټپیان شول.

په آلمان کې درې میلیونه خلک ترکي ریښې لري، چې د اټکلونو له مخې یو میلیون یې کردان دي.