1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د نفرت او تعصب پېښې ولې ډېرې شوې دي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

په داسې حال کې چې د آلمان په هاناو ښار کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي، په لندن کې هم په يوه جومات کې د چړې بريد شوی دی. په دغه مطلب کې د تېرو کلونو تاوتريخجنو پېښو ته کتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Y87W
Deutschland Hanau | Schießerei & Tote, Angriff auf Shisha-Bars | Trauer, Kerzen
انځور: Getty Images/AFP/T. Lohnes

د اورلګېدنې پېښې يا قتلونه: د ۱۹۹۰ م کال راهيسې په آلمان کې د ښي اړخو د تاوتريخوالي پېښې ثبتيږي. داسې ويل کيږي چې د هغه وخت راهيسې څه باندې ۲۰۰ تنه د ښي اړخو د ترهګرۍ له کبله وژل شوي دي. د آلمان امنيتي ادارې هغه جرمونه چې د ښي اړخو له خوا د ايډيالوژۍ له مخې تر سره کيږي «سياسي انګيزه لرونکي ښي اړخي جرايم» بولي. په دغسې اعمالو کې د بهرنيانو، يهودانو، مسلمانانو، سياسي مخالفينو يا د دولت د استازو پر ضد تاوتريخوالی شامل وي. 
دغو ادارو له ۱۹۹۰ م کال راهيسې ۹۴ وژل شوي کسان شمېرلي دي. خو ژورناليستان او د آماديو انتونيو بنسټ دغه شمېر لږ تر لږه ۱۹۸ تنه ګڼي. پر ادارو باندې نيوکې کيږي چې ډېرې پېښې اشتباهاً د سياسي تاوتريخوالي په توګه نه درجه بندي کوي، بلکې د شخصي غچ اخيستنې پېښې يې بولي. دا په داسې حال کې ده چې د مسلمانانو پر جوماتونو باندې بريدونه په تېرو کلونو کې ډېر زيات شوي دي. 

د شيشه يا قيلون پر کلبونو باندې بريدونه

د شيشه (قيلون) پر دوو کلبونو باندې د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د بريدونو په پايله کې د پوليسو د معلوماتو له مخې نهه تنه په ډزو وژل شوي دي. د دغه جنايي عمل څخه يوازې څو ساعته وروسته پوليسو د شکمن بريدکوونکي په کور کې د هغه مړی وموند. ځانګړو ځواکونو هلته يو بل مړی هم پيدا کړی دی. د شکمن عامل يو ليک او يوه ويډيو هم پيدا شول چې نوموړي پکې خپل تعصبي نظريات شريک کړي ول. د ښي اړخي شاليد د احتمال له کبله د آلمان لوی څارنوال اوس پلټنې پر غاړه اخيستې دي.

د يهودانو پر عبادتځي (کنيسې) او يوه کبابچي باندې بريد

د آلمان په هاله ښار کې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په نهمه يوه نازي، ستيفان بي، د دې قصد درلود چې ډېر انسانان ووژني چې غوښتل يې پر يهودانو باندې بريد وکړي. هغه يو موټر له وسلو او چاودېدونکو موادو ډک کړ او جنګي لباس يې واغوست. خو کله چې کنيسې (د یهودانو عبادتځای) ته د هغې د محکمې او کلکې دروازې له کبله نه شوای ورننوتلی، نو يوه لاروۍ چې په تصادفي ډول دلته تېرېدله، يې په ډزو ووژله او بيا د کباب په يوه دکان کې يې يو ځوان سړی هم په نخښه او مړ کړ. د تېښتې پر مهال يې دوه تنه نور ټپيان هم کړل، مخکې له دې چې پوليسو دی ونيو. دغه عامل د يهودانو او بهرنيانو پر ضد خپله کرکه هم په يوه ليک کې مطرح کړې وه. 

د کاسل د لوړپوړي دولتي مامور، والتر لوبکه، وژنه

والتر لوبکه چې د ۲۰۱۹ کال د جون پر دويمه کاسل ښار ته څېرمه د خپل کور مخکې په ډزو ووژل شو، يو بل مورد دی چې د ښي اړخو د تاوتريخوالي په فهرست کې راغلی دی. شکمن عامل، ستيفان اي. پوليسو ته له ۱۹۹۰يمو کلونو راهيسې د ښي اړخو جرمونو له کبله ورمعلوم وو. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د کومې انګيزې له مخې شکمن عامل دغه قتل کړی او دا چې آيا نورو کسانو ورڅخه ملاتړ کړی، که څنګه. کېدای شي لوبکه به د بريد هدف ګرځېدلی وي، ځکه چې هغه کډوالو ته د استوګنځي په برابرولو کې مرسته کړې وه.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو بريدونه

د کډوالو موضوع د ۲۰۱۵ کال په مني کې د مهاجرو د زيات راتګ له کبله په آلمان کې يوه شخړيزه موضوع ګرځېدلې وه. په ورته وخت کې د کډوالو ضد د ښي اړخي تاوتريخوالي پېښې هم په زياتېدو وې. د کډوالو پر استوګنځيو باندې سياسي انګيزه لرونکي بريدونه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې خپل اوج ته ورسېدل. د آلمان حکومتي ادارو په ۲۰۱۶ کال کې ۹۹۵ پېښې ثبت کړې وې. 

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کال پر سياستوالو باندې د چړې بريدونه

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې پر سياستوالو باندې بريدونه ځانګړو عاملينو تر سره کړي دي، په دې معنی چې په يوازې ځان يې عمل کړی او د ښي اړخې ترهګرۍ په شبکو پورې کومه اړه نه لري. د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې يوه ښي اړخي د کولن ښاروالۍ ته پر کانديدې، هېنريته رېکر باندې د چاقو بريد وکړ. انګیزه يې د کډوالو په وړاندې د هغې پرانيستی سياست وو. رېکر ژوندۍ پاته شوه او يوه ورځ وروسته د کولن ښارواله وټاکل شوه. 

د التېنا ښاروال، اندرياس هولشتاين هم د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د يوه سړي له خوا په يوه رستورانت کې تهديد شو. نوموړي ورته وويل چې «زه بايد له تندې مړ شم، خو ۲۰۰ بهرنيان دې دغه ښار ته راوستي دي.» خو د رستورانت مالک مداخله وکړه چې له کبله يې هولشتاين يوازې سرسري ټپي شو.

فرانکو ای چې ځان يې کډوال معرفي کړی وو

د آلمان د پوځ د سرتېري فرانکو ای قضيه بيا د حيرانتيا او تعجب وړ برېښي. نوموړی د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې ونيول شو ځکه چې پلټونکي په دې نظر وو چې هغه غوښتل داسې يو ښي اړخی بريد پلان کړي چې پړه يې بيا پر سوريايي مهاجرو وراچوله. 
د دې هدف له پاره فرانکو ای ځان د سوريې له جګړې څخه د تښتېدلي کډوال په صفت ثبت کړی وو چې هدف يې ګويا په آلمان کې د پناه اخيستل وي. خو په پايله کې د فرانکفورت يوې محکمې «د يوه سخت او له تاوتريخوالي ډک دولت ضد عمل ته د چمتوالي» له پاره کافي شواهد ونه موندل. د آلمان لويې څارنوالۍ د دغه حکم له کبله شکايت کړی دی. 
معلومه دا ده چې فرانکو ای د خپلو بريدونو د هدفونو يو ليست درلود چې اوسنی د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس هم پکې درج شوی وو. د فرانکو ای د قضيې په پايله کې په آلمان کې په دې باندې هم بحثونه وشول چې آيا د آلمان په پوځ کې د ښي اړخو افکارو لرونکي کسانو ستونزه څومره جدي ده.

د مونشن د اُلمپيا نومي سوداګريز مرکز بريد

د کلونو راهيسې پر دې بحثونه وشول چې آيا دا يو ښي اړخی بريد يا د جنون په حال کې تر سره شوی يو بريد وو. خو ملعومه خبره بيا دا ده چې يوه ۱۸ کلن زده کوونکي د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۲مه اته تنه ځوانان او يوه ۴۵ کلنه ښځه د مونشن د المپيا نومي سوداګريز مرکز مخکې په ډزو وژلي دي. ورپسې عامل ځان هم وواژه.  د ۲۰۱۹ کال په مني کې لا آيالتي د جنايي چارو ادارې ويلي وو چې دغه بريد «سياسي انګيزه» درلوده. دا ځکه چې عامل خپل قربانيان د هغوی د اصل له کبله انتخاب کړي ول. سربېره پر دې د هغه يوې ليکنې او په انترنېټ کې خپرو کړو نظرياتو دا وښودله چې هغه ښي اړخي افکار درلودل.

د ان اس يو د قتلونو لړۍ

د ناسيونال سوسياليستي ځمکتل يا ان اس يو په نوم تروريستي ډلې وکولی شول چې ۱۳ کاله په پټه فعاليت وکړي. غړي يې هغه نازيان وو چې پوليسو ته هم ورمعلوم ول. هغوی بمي بريدونه کول او د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ کلونو په منځ کې يې نهه تنه مهاجر او يوه پوليسه ووژل. کله چې دغه ډله د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې په يوه بانک باندې تر حملې وروسته د کشف کېدلو له خطر سره مخامخه وه، نو اصلي غړو، بونهارد او موندلوس ځانونه ووژل. بياته څشېپه چې دريمه غړې يې وه، د ۲۰۱۸ کال په جولای مياشت کې په قتلونو کې د شريکې او طرح جوړونکې په توګه په عمري بند محکومه شوه. 

Infografik NSU-Mordopfer Deutsch
د ان اس يو قربانيان
Düsseldorf Prozess Attentat auf Kölner OB-Spitzenkandidatin Henriette Reker
هغه تن چې په هېنريته رېکر باندې يې د چاقو بريد کړی ووانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd
Hanau Trauer um Opfer nach Amoklauf
د هاناو بريد پر ضد لاريونانځور: Reuters/K. Pfaffenbach

د ان اس يو تر پلټل کېدو وروسته په آلمان کې په دې اړه هم بحثونه وشول چې آيا حکومتي ادارو او رسنيو د ښي اړخې ترهګرۍ خطر ډېره موده تر حده لږ بللی و، که څنګه. پوليسو په کلونو کلونو د قربانيانو د کورنيو په هکله تحقيقات وکړل. د دغې ښي اړخې ډلې دوه تنه قربانيان د کباب د دکانونو چلونکي ول.

پېتر هيله/ن ص/س ر