1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د اسلام پال زور پالونکو فعاليتونه تر څارني لاندي دي

۱۳۸۹ مهر ۳۰, جمعه

د آلمان د جنايي جرمونو فدرال اداري وويل چي په دغه هيواد کي له 1000 څخه ډيرافراطي اسلام پال ژوند کوي او په ورستيو کلونو کي د زورپالونکو يو زيات شمير پيژندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/Pl51
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د نوموړی اداری د وینا له مخی، په آلمان کی چیرته چی په امریکا متحده ایالاتو باندی د سپتمبر د 11 تروریستی حملو لپاره ترهګرو پلان جوړ کړی ؤ، د 2001 کال څخه را په دی خوا اسلام پالو پوری اړوند تروریستی پلټنی زیاتی شوی دی. د المان د پوليسو په حواله 352 داسي قضيي د دوي تر څيړنو لاندي دي.

د المان د جنایی جرمونو فدرال اداري په يوي خبر پاڼي کي ويلي دي:

« امنيتي چارواکي باور لري چي په المان کي د 1000 څخه ډير افراطی اسلام پال چه تاوتريخوالي ته چمتو دي ژوند کوي.»

په المان کي چارواکو 131 تنه د تروريزم د «تحريک کونکو» په حيث درجه بندی کړي دی. دا په داسي حال کي ده چي د 274 نورو کسانو ته چی فکر کیږی له ترهګرو سره په تړاو کی دی دوسیی اچول شوی دی.

اسلامي بنسټ پالنه په آلمان کي په ورستيو اونیو کی یو ځل بیا تر څیړنی لاندی پریوتی ته، دا ځکه چي د چارواکو په حواله په دی وروستیو وختو کی په اروپا کی کي د یو لړ تروریسیتی حملو پلان شنډ کړای شو. د دغه شنډ کړای شوی پلان معلومات، د یو په خټه افغان آلمانی چي په افغانستان کي نيول شوي دی، له خوا بر بنډ شول. د امريکايی سرچینو د معلوماتو له مخی دغه افغان د بګرام په زندان کی بندی دی. آلمان د هغه د تسلمیولو غوښتنه کړی ده.

د آلمان د فرید ریښ ايبرت د د تحقیقاتی مؤسسی له خوا یوی څیړنی ښودلي ده چي په سلو کي 58 آلمانانو چي تري نه پوښتنی شوي ده ويلي دي چي د مسلمانانو د دینی مراسمو د سرته رسلو په حق کی دی د پام وړ محدویت راوستل شی.

. د هغی مؤسسی په رپوټ کي همدا راز ويل شوي دي چي د سروي شويو کسانو له خوا د دي جملي ويل چي «زماعرب وګړي نه خوښيږي.» د 2003 کال په پرتله ډيره شوي ده. دغه جمله په 2003 کال کي په سلو کي 44 وه خو اوس په سلو کي 55 ته رسيدلي ده.

په آلمان کي د میشت مسلمانو په هکله بحثونه وروسته له هغی تاوده شول چی د دغه هیواد د مرکزی بانک د رییسه هیأت یو غړی، تیو زاراسین د بهرنیو کډوالو چی عربی او ترکی ریښی لری په هکله «نژاد پالونکی» یادونی وکړی.

زاراسین له دغو یادونو څخه وروسته له خپلی دندی څخه ګوښه کړای شو خو د کډالو په موضوع باندی د هغه لیک شوی کتاب بازار ډیر تود دی.

د بهرنیو کډوالو او د آلمان په ټولنه کی د هغوی ادغام لا تر اوسه یوه شخړه ایزه موضوع پاتی ده.

رویترز/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالباری حکیم