1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: کابينې د داعش ضد مبارزې پرېکړه وکړه

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

دا د آلمان د کابيني له پاره يوه ډېره مهمه پرېکړه وه. د وزيرانو غونډي په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» نومې ترهگرۍ ډلې پر ضد په مبارزه کي د آلمان ګډون پرېکړه وکړه. پارلمان هم بايد اوس دغه پرېکړه تائيد کړي.

https://p.dw.com/p/1HFLq
انځور: picture-alliance/rtn

په پام کي نيول سوې چي د آلمان پوځ د «اسلامي دولت» نوموې ډلې ضد ائتلاف سره يوځای سي. د آلمان پوځ به د تورنادو اکتشافي الوتکو په مرسته په سوريه کي معلومات راټولوي او د يوې جنګي بېړۍ په مرسته به د سمندر له خوا امنيت نيسي.

په دې تړاو د آلمان د دفاع وزارت د اړين ماموريت له پاره يوه مسوده جوړه کړې وه چي د آلمان کابينې د خپلې يو ځانګړې ناستې وروسته ومنله. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير پر دې ټينګار وکړ چي آلمان بايد ټول امکانات په کار واچوي او «ټول قوتونه» راټول کړي. د نوموړي په وينا بايد د سوريې د پوځ څخه هم د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کي کار واخيستل سي.

۱۶ مخیزه مسوده

دغه ماموريت د آلمان د پوځ په تاريخ کي يو حساس ماموريت دی. د دغه ماموريت له پاره ۱۲۰۰ آلماني عسکر په پام کي نيول سوي دي. پر ۱۶ پاڼو مشتمله هغه مسوده چي د آلمان د وزيرانو غونډي منظوره کړې، د آلمان پارلمان ته لېږدول کيږي.

د آلمان فدرالي شورا «بُنډسټاګ» باید د حکومت پر نوموړي تصمیم غور وکړي او د تصویب په صورت کې هغه عملي کیږي. د چهارشنبې په ورځ په دې تړاو په پارلمان کي لومړۍ سلامشورې کيږي او د جمعې په ورځ به دغه مسوده رايه ورکولو ته وړاندي کړای سي.

د آلماني پوځ د ماموريت مهم ټکي

دندې: د «تورنادو» اکتشافي الوتکو په مرسته د معلومات راټولول، د ځانګړي تیل لیږدونکو یا په اصطلاح «ټانکرالوتکو» په مرسته په هوا کي د نورو هيوادونو جنګي الوتکو ته تېل ورکول، د جنګي بېړۍ په مرسته د فرانسوي الوتکه وړونکي بېړۍ «چارلز دی ګول» امنيت نيول او مرکزي قرارګاو ته د عسکرو لېږدول.

عسکر: د عسکرو د شمېر له پاره حد اکثر ۱۲۰۰ سرتيري ټاکل سوې. خو دا چي په عملي توګه به څومره عسکر په کار وي لا نه ده څرګنده.

د ماموريت ساحه: د آلماني پوځ د ماموريت ساحه به هغه سيمه وي چيري چي د «اسلامي دولت» ډله فعاليت لري چي پکښي سوريه، عراق، د مديترانې ختيځي برخي، سره بحيره، د فارس خليج او «نښتي ساحې» شامله دي.

ميعاد: په لومړي سر کي د دغه ماموريت ميعاد د ۲۰۱۶ کال د دسامبر تر ۳۱مې نيټي پوري ټاکل سوی دی. که د آلمان حکومت غواړي چي دغه میعاد تمديد کړي نو به يې بيا د آلمان پارلمان ته وړاندي کوي.

مصارف: د آلمان حکومت د لومړي کال له پاره ۱۳۴ مليونه یورو مصارف اټکل کړي دي. دا د افغانستان د ماموريت تر هغو خطرناکو کلونو نسبتا لږ مصارف دي، ولي چي هغه وخت زر مليونه يورو مصرفېدلې.

حقوقي بنسټ: د آلمان د پوځ دغه ماموريت په حقوقي توجيه کي د ملګرو ملتونو په منشور کي د متحده ځاني دفاع او د امنيت د شورا هغه اعلاميې چي پکښي د داعش پر ضد د اقداماتو غوښتنه سوې ده. دا چي د فرانسې له خوا په رسمي توګه د آلمان څخه د داعش پر ضد مبارزه کي د مرستي غوښتنه سوې نو د اروپايي اتحاديې تړون هم د دغه ماموريت بنسټ ګرځول سوی.

خو د آلماني پوځ د صنفي اتحاديې مشر اندرې ويوسټنر وايي چي د داعش پر ضد دغه مبارزه تر لسو کالو پوري دوام پيدا کولای سي. نوموړي آلماني تلويزيون ARD سره په مرکه کي ويلي: «زه دا اټکل کوم چي دغه مبارزه که څوک يې جدي ونيسي ښايي تر لسو کالو څخه زيات وخت ونيسي.»

«داعش په بمونو نه سي ماتېدلای»

د آلمان د حکومت مخالف ، «دې گروینن» یا زرغون ګوند د آلماني پوځ پر دغه ماموريت نيوکي کوي. د دغه ګوند رئيسه زيمونه پېټر وايي: «د آلماني پوځ د تاريخ تر ټولو لوی او خطرناک» دغه ماموريت په « بیړه» او تلوار نه سي فيصله کېدلای. د هغې په وينا دغه ماموريت يو ښکاره او روښان هدف نه لري.

د آلمان کيڼ ګوند چې هغه هم مخالف گوند دی، په ټوليزه توګه د دغه ماموريت مخالفت کوي. د دغه ګوند مشر بېرنډ ريکسينګر ويلي: «داعش څوک به بمونو نه سي ورکولای.»