1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ښايي بیا په اشتباهي توګه یو پناه غوښتونکی اخراج کړی وي

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

ویل کیږي چې آلماني چارواکو یو ايغور پناه غوښتونکی د ادارې اشتباه له کبله چین ته اخراج کړی. د بایرن ایالت چارواکو ویلي چې هغوی «د دې کس د حقونو په برخه کې د تخلف له کبله خواښینې دي».

https://p.dw.com/p/32jMQ
Deutschland Flüchtlinge Protest gegen Abschiebung
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د بایرن ایالت چارواکو د «بایرشه روندفونک» رسنې ته د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د یوې ادارې اشتباه له کبله د ایغور لږکی یو غړی په اشتباهي توګه چین ته اخراج کړی دی.

د دې رسنې په حواله په اصل کې پلان شوې وه چې چارواکي د اپریل په میاشت کې له دې پناه غوښتونکي سره مرکه وکړي خو د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي ادارې یا بامف څخه یې هغه فورمه چې دوی ته د دې مرکې رسمې خبر ورکوي د فکس له لارې ترلاسه نه کړه. دغه ۲۲ کلن کس بیا د اپریل میاشتې په دریمه نیټه په یوې الوتکه کې بیجینګ ته استول شوی دی.

د دغه ځوان وکیل لیو بورګمن، بیا د «بایرشه روندفونک» رسنې ته ویلي دی چې له اخراج راهیسې نه دی توانیدلی چې له خپل مؤکل سره اړیکه ټینګه کړي. هغه زیاته کړې: «د هغه په اړه هیڅ معلومات نه شته. موږ اندیښنه لرو چې هغه دې نیول شوی وي.»

د چین ایغور لږکۍ له ډیرې مودې راهیسې د حکومت له خوا پر هغوی باندې له تپل شویو سختو شرایطو سره مخامخ دي. په دغو محدودیتونو کې د پاسپورت د ترلاسه کولو سخت شرایط، په هوټلونو کې د پاتې کیدو په صورت کې د ځان ثبتول او چارواکو ته د دې اجازه ورکول چې د هغوی ګرځنده تلیفونونه د شکمنو موادو له پاره ولټوي، شامل دي.

د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان د فدرالې ادارې اشتباه ګانې

دغې ادارې تیره میاشت ومنله چې په ناسمه توګه یې یو ۲۰ کلن افغان پناه غوښتونکی افغانستان ته اخراج کړی وو. دې ادارې منلې چې د اخراج پر مهال د دې افغان دوسیه په جریان کې وه او اوس په وخت آلمان ته د هغه د ستنیدو په موخه هلې ځلې روانې دي.

په جولای میاشت کې هم یوې آلمانۍ محکمې پریکړه وکړه، یو کس چې ویل کیږي د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن، له پاره یې د ساتونکي په توګه کار کړی وو، باید بیرته آلمان ته ولیږدول شي. د محکمې دغه پریکړه تونس ته دې کس تر اخراج یوازې څو ساعته وروسته وشوه. د محکمې په حواله په دې مورد کې اخراج غیرقانوني وو او د دې ګواښ موجود وو چې دغه کس دې په تونس کې له ربړونې سره مخامخ شي.

ms/bs (AFP, DPA)