1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په نړۍ کې د وسلو څلورم ستر صادرونکی دی

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

په نړۍ کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو تجارت وده کړې ده. په ستاکهولم کې د سولې د څېړني انستيتوت «سيپري» په حواله امریکا په نړۍ کې د وسلو د ستر صادرونکي په توگه پر خپل مقام پاتی دی. آلمان بيا په دې برخه کې څلورم ځای لري.

https://p.dw.com/p/3Em9O
Minigun Stand MG Symbolbild Waffenexporte
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzo

د وسلو تجارت ډيرغوړيدلی دی: په ستاکهولم کې د سولې د څيړنې انستيتوت «سيپري» له خوا په ډاگه شوې چې په ټوله نړۍ کې له ۲۰۱۴م کاله تر ۲۰۱۸ م کاله پورې د وسلو تجارت د ۲۰۰۹ م او ۲۰۱۳ م کالونو ترمنځ مودې په پرتله ۷،۸ سلنه وده کړې ده. د دې علت په تيره بيا منځني ختیځ او همدا راز آسيا او اقيانوس سيمو ته د وسلو ليږد ښوول شوی دی.

د وسلو ستر صادرونکي هيوادونه امريکا متحده ایالات، روسيه، فرانسه، آلمان او چين ول. په تيرو پنځوو کالونو کې د نړۍ د ټولو صادر شوو تجهیزاتو ۷۵ سلنه همدې پنځوو هيوادونو صادر کړي دي.

د ټولي نړۍ د وسلو د تجارت ۳۶ سلنه يوازي د امريکا متحدو ايالاتو صادرات ول. د «سيپري» کارپوه اود فليورانت وويل: «امريکا متحدو ايالاتو د وسلو د صادراتو په برخه کې خپل مخکښ موقف په نړۍ کې نور هم ټينگ کړی دی.» امريکا د جنگي جټ الوتکو، د لنډ واټن توغنديو او همدا راز کنتروليدونکي بمونه په څير وسلې ۹۸ هيوادونو ته صادري کړي، او په دې سره تر نورو ټولو صادرونکو هيوادونو مخکي دی.

د جنگي الوتکو له پاره د فرمايش شميرو ته په کتو سره داسې ښکاري چې په نزدې راتلونکي کې به همدا د امريکا د وسلو صعنت تر ټولو مهم صادریتي توکی وي. د ۲۰۱۸م کال کې په پای کې امريکا متحدو ايالاتو ته د فرمايش په ليست کې د۸۹۱ جنگي جټ الوتکو غوښتنه شوې وه.

F-22 'Raptor' Kampfjet
د امريکا د جنگي جټ الوتکو تقاضا ډيره دهانځور: picture-alliance/dpa/J. Heon-Kyun

آلماني کښتيو او اوبتلونو ته ليوالتيا

تر امريکا وروسته يعني دويم مقام روسیې خپل کړی دی، که څه هم چې د دواړو هېوادونو د صادارتو په حجم کې تفاوت ډېر زيات دی. په ستاکهولم کې د سولي د څېړني انستيتوت له خوا زياته شوې ده چې پر نورو سربيره د هند او وينيزويلا له خوا د اکتشافي الوتکو د فرمايشونو کمښت د دې لامل شوی چې د ۲۰۰۹ م کال او ۲۰۱۳م کلونو په پرتله د روسیې صادرات ۱۷ سلنه کم شي.

د سیپري په حواله برعکس بيا د فرانسې (۴۳ سلنه) او آلمان (۱۳سلنه) صادرات غوړيدلي دي. زياته شوې چې د آلمان د وسلو مهم پيريدونکي جنوبي کوريا، يونان او اسرائيل ول او په تيره بيا آلماني کښتيو او اوبتلونو ته ليوالتيا زياته وه.

چين د وسلو د صادرونکو هيوادونو په کتار کې د ۲،۷ سلنه معتدلې ودې سره پنځم مقام خپل کړی دی.

سعودي عربستان د وسلو ستر رانيوونکی

بل اړخ ته د نزدې ختیځ هيوادونو د وسلو واردات ۸۷ سلنه زيات شوي دي. د دې ستر لاملونه پر نورو سربيره له یوه پلوه د ایران او د امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ او له بله پلوه د ايران او متحده عربي آماراتو ترمنځ بې باوري او همدا راز د يمن جگړه ده.

د «سيپري» کارپوه پيتر ويزه من وويل چې په خليج کې چې کړکيچونه او ترنگلتياوې پکښې ډېرې دي، د امريکا، بريتانيا او فرانسې د وسلو تقاضا ډيره ده. د سولې د څيړنې انستيتوت په حواله يوازې سعودي عربستان خپل واردات ۱۹۲ سلنه زيات کړي دي او په دې ترتيب له هند څخه مخکې شوی چې تر اوسه د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر واردونکی وو. تر سعودي عربستان وروسته مصر، استرليا او الجرایز د وسلو نور ستر واردونکي هيوادونه دي.

Unterseeboot U32 der Klasse 212A
د آلمان اوبتلونه او کښتۍ هم ډېر پلورل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/PIZ Marine/R. Schönbrodt

د آلمان حکومت د وسلو د صاراتو جوازونه لږ کړي

د آلمان حکومت د ۲۰۱۸م کال په نوامبر مياشت کې د سعودي عربستان د حکومت منتقد ژورناليست جمال جاشقجي پر وژنه د غبرگون په توگه سعودي عربستان ته د وسلو ټول صادرات درولي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس په دې وروستيو کې سعودي عربستان ته د وسلو پر ليږد بندیز لغوه کول په يمن کې د سولې د پروسې پر پرمختگ پورې مشروط کړ.

د آلمان د وسلو صنعت په دې ترتيب په پرله پسې دريم کال د وسلو د صادراتو له کمښت سره مخامخ شوی. په وروستي ځل په ۲۰۱۵م کال کې د وسلو صادراتو وده کړې وه. په نوامبر مياشت کې سعودي عربستان ته د وسلو پر ليږد تر بندیز دمخه په ۲۰۱۸م کال کې دغه هيواد ته د ۴۱۶ ميليونه يورو په ارزښت د وسلو جوازونه جاري کړل شوي ول.