1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان انديښنې د ايران مظاهره کونکو د حقوقو په اړه

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د آلمان د بشری حقونو ځانګړي استازي په ايران کی د مظاهره کونکو د حقوقو په اړه نيوکه لري. نوموړې همدا راز انديښنه څرگنده کړې چې د نيول شويو کسانو بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي

https://p.dw.com/p/3U9Fr
GMF16 Bärbel Kofler
انځور: privat

بیربل کوفلر د سوسیال ديموکرات ګوند سیاست واله او د آلمان دولت د بشري حقونو ځانگړې استازې ده. هغې افریقا ته د سفر په درشل کې په ايران کي په وروستیو اعتراضونو کي د نیول شويو کسانو د لومړنيو حقونو تر پښو لاندې کولو په هکله له دويچه ویله سره خپله انديښنه شريکه کړې.                     

په ايران کې په وروستيو مظاهرو کې په زرونو کسان نيول شوي چې د هغوي د بند شرايطو په اړه ډيرې انديښنې شتون لري. د بشري حقونو له پاره د آلمان د دولت ځانگړې استازې بيربل کوفلر په دې اړه وويل چې هغه د ايران د امنيتی ځواکونو له خوا له سلو څخه د زياتو کسانو د وژل کيدلو د خبرونو په اوریدو سره ويريدلې ده او دغه تاوتريخوالې غندي.

هغې زياته کړه چې دغه دريځ نیونه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي، بيانيه کې هم راغلي. په ايران کی له ډيرو شپو ورځو راهیسې انترنت قطع کولو ته په پام سره د نيول شويو کسانو په اړه کم معلومات خپاره شوی او د دوي په هکله معلوماتو ته لاس رسې ډير کم دې. نوموړې همدا راز وویل چې د ايران اسلامی جمهوريت نه غواړی چې د پطرولو د قيمت لوړیدلو پر وړاندې د وروستیو اعتراضونو په تړاو، له وروستیو پيښو څخه په ټول ايران کی  خبر خپور شي.

هغه ويديو ګاني چې په ټولنيزو رسنیو کي خپرې شوې پکې ښکاري چې امنيتي ځواکونه په څه ډول پر مظاهره کونکو ډزې کوي.

کوفلر وویل چې پر څو تنو یې د ډزو په اړه خبرونه اوريدلې او هم دا چې ډير له دوي څخه تر اوسه اجازه نه لري، چې له خپلو کورنيو سره اړيکه ټينګه کړي. هغې زياته کړه چې په ايران کي یې له ځينو کسانو اوريدلي چې ټپي اعتراض کوونکي د هغوی روغتيا ته پرته له پام څخه له روغتون څخه زندان ته استول شوي دي. دغه ډول ټول خبرونه ډير د انديښنې وړ دي.

بيربل کوفلر د آلمان د حکومت په استازيتوب وويل: موږ په همدي ډول له ايران څخه غواړو چې د نړيوالو قوانينو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په فعال ډول د موجودو کانالونو له لارې بشري حقونو ته درناوي وکړي او د پوره عملي کولو غوښتونکې يوو او په هيڅ ډول نه غواړو چې د چا امنيت ته ګواښ پيښ شي.

کوفلر همدا راز زياته کړه چې موږ بايد په نړیوالو بنسټونو کي په ځانګړي ډول په ايران کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه څرګندونې ولرو.