1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت بیا کتنه پیل کړه

۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

افغانستان کي د آلماني ځواکونو ماموریت ته د بیا کتني کمېسيون خپل کار پیل کړ، د آلمان پارلمان غواړي چي د نظارت په برخه کي تر مخکنیو پر اوسنیو او راتلونکو کارونو جدي وړاندیزونه وکړي.

https://p.dw.com/p/4H9wB
د بلخ مرکز مزارشریف کې د المان د بونډیس ویر سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۹
د بلخ مرکز مزارشریف کې د المان د بونډیس ویر سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۹انځور: Florian Gaertner/picture alliance/photothek/picture alliance

مشاییل مولر، چي په افغانستان کي د آلماني ځواکونو ماموریت ته د بیا کتني کمېسیون د جوړېدو په غونډه کي د دغه کمېسیون مشر وټاکل سو، وویل: «موږ ټول په دې پوهیږو چي ډېري لاسته راوړني لرو، موږ توانېدلي یو، چي په تیرو شلو کلنو کي زیاتو انسانانو ته داسي لیدلوری ورکړو، چي هغو له یاد نړيوال ماموریت پرته نه سوای ترلاسه کولای.»

هغه زیاته کړه، زموږ له زیاتو هڅو سره، سره، بیاهم په دغه هیواد کي تلپاته امنیت را نه غلی.

مولر د کمېسیون پوښتنو ته په اشارې سره وویل: «آیا ماموریت په بشپړ ډول واضح ؤ؟ د ځواکونو شبکه جوړونه څنګه وه؟ ایا په دې اړه یوه ارزیابي موجوده وه؟»

هغه وویل، دا پوښتني يې ځکه وړاندي کړې، چي په نړۍ کي د ډیرو نورو ماموریتونو له پاره ارزښت لري.

رپوټ: د آلمان پارلمان به ډېر ژر د افغانستان د ماموريت ارزونه پېل کړي

دغه سیاستمدار زیاته کړې ده: «موږ اوس د آلمان د رهبرۍ د رول په اړه بحثونه تجربه کوو... له موږ څخه د مرستي او ملاتړ هیله مندي سته.»

مولر د بیلګي په ډول د عراق نوم یاد کړ. په دې کمېسیون کي د آلمان د ولسي جرګې د ټولو ګوندونو ۱۲ غړي او ۱۲ کارپوهان ونډه لري.

د المان د اردو سرتېري
د المان د اردو سرتېريانځور: Andreas Rentz/Getty Images

ټاکل سوې ده چي دوی به د پوهانو په همکارۍ په افغانستان کي شل کلن ماموریت څېړي، ترڅو له ترلاسه سویو څېړنو څخه د راتلونکي له پاره درس واخلي. دغه کمېسيون به خپل وړاندیزونه او د رپوټ اخري پایله لږ تر لږه د ۲۰۲۴م کال په ژمي کي وړاندي کړي.

پر دې سربېره د جولای میاشتي په لومړیو کي د آلمان د ولسي جرګې له خوا یوې څیړنیزي کمېټې خپل کار پیل کړی دی. ټاکل سوې ده چي دغه کمېټه به د ۲۰۲۱م کال په دوبي کي له کابل څخه د چټکي تخلیې او په افغانستان کي د آلماني پوځیانو د هغو سیمه ایزو کارمندانو په اړه چي لا تراوسه هم له افغانستان څخه آلمان ته د راتګ په تمه دي، لاري چاري روښانه کړي.

د افغانستان جګړې په هکله د آلمان پلټونکی پلاوی کله کار پيلوي؟

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو ویاند اعلان کړی ؤ، چي تر اوسه يې د آلماني پوځیانو سره ۳۴۸۰ سیمه ییز کارکوونکي چي د خپلو کورنیو له غړو سره يې شمېر ۱۶۲۱۷ تنو ته رسیږي را ایستلي دي.

پردې سربېره له یاد لیست څخه ۱۸۲۷تنه په آلمان کي د بشري حقونو له خوا منل سوي، چي د کورنۍ له غړو سره يې شمېره ۷۲۱۲ تنه کېږي. آلماني پوځیان د ۲۰۱۲م کال په جون میاشت کي له نژدې شل کاله ماموریت څخه وروسته له افغانستان څخه را ووتل.

طالبانو پروسږکال د اګست میاشتي په نیمايي کي بېله مقاومته د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو او د واک پر ګدۍ کښېناستل.

(dpa) pa/af

ژباړن: محمد ابراهیم سپېڅلی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل