1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آلمان: د کرونا قربانیانو ته د بیلابیلو مذهبونو ګډه دعا وشوه

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

په برلین کي د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو استازو په ګډه سره د کرونا ویروس قربانیانو ته په یوې خالي کلیسا کي دعاوي وکړې. دغه مراسم پر تلویزیون خپریدل چي په کي د کرونا بحران د ټوله بشریت له پاره یو سخت امتحان وبلل سو.

https://p.dw.com/p/3aBN1
Deutschland Kirche und Kloster Maria Regina Martyrum Berlin
انځور: imago/J. Ritter

د ګډو دعاوو او عبادتونو له پاره د برلین ماریا ریګینا کلیسا ته د کاتولیکي عیسویانو په نمایندګۍ اسقف هاینر کوخ، د پروتستانت کلیسا څخه اسقف کریستیان شټېبلاین، د مسلمانانو په استازيتوب امامې اندریا رایمن او د یهودانو په نمایندګي بیا رابین ګیسا اېدربیرګ ورغلي ول.

رابین اېدربیرګ وویل: «زموږ تفاوتونه موږ نه سره جلا کوي، بلکي هغه موږ غني کوي.»

امامې رایمن بیا روښانه کړه چي د کرونا ویروس کړکیچ د بشریت له پاره یو سخت امتحان دی. د پروتستانت کلیسا څخه اسقف کریستیان شټېبلاین د یوې دعا پر وخت وویل چي هره ورځ «موږ په کرونا د اخته کیدو د نويو پیښو او د ډیرو کسانو د مړه کیدو خبرونه اورو؛ خصوصأ په ایټالیا کي». هغه وویل: «موږ ژړا اورو او اوښکي توییدل پخپله احساسوو.»

شټېبلاین د انسانانو ترمنځ د نوري ډیري همدردۍ ږغ هم وکړ او ویې ویل: «مرګ ته په کتو سره ډیر نوي شیان سته چي خبري ورباندي وکړو او نوی ژوند وکړو. د بیلګې په توګه هغو کسانو ته تلیفون وکړو چي یوازي دي او یا د ماسکونو په جوړولو سره له نورو سره کمک وکړو.»

د ماریا ریګینا کاتولیکي کلیسا د پخواني نازي آلمان د قربانیانو یوه کلیسا ده. د برلین یوه ټلویزون، چي دغه عبادتونه او دعاوي یې نشرولې، د دې دمخه ویلي وه چي که خلک د کرونا د ویروس پر وخت کلیساوو او خپلو عبادت ځایونو ته نه سي تلای، نو دغه شبکه یې غږ تر عبادت کوونکو رسوي.

(qn/ms (AG