1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې مهاجر او کورنۍ يې څنګه سره يوځای کيږي؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير ديميزير غواړي د مهاجرو کورنيو د يوځای کېدو د قانون موقتي ممانعت تمديد کړي. دویچه ويله وضاحت ورکوي چې د مهاجرو کورنيو يوځای کېدونه يا ادغام څه ډول دی او ولې يې د ممانعت لرې کېدو غوښتنه کيږي.

https://p.dw.com/p/2jx9I
Familiennachzug Flüchtlinge Asyl Asylrecht
انځور: picture-alliance/dpa/S.Pförtner

جګړې څخه تيښته او آلمان د يوه پناه غوښتونکي په توګه ته رسيدل اسانه کار ندی. د سوريايي، عراقي، افريقايي او نورو پناه غوښتونکو له پاره آلمان ته تر رسيدلو وروسته لمړيتوب دا دی چې د خپلو کورنيو پاتې غړي له جنګي سيمو څخه وباسي او آلمان کې يې په خپل نوي امن کور کې له ځانه سره يو ځای کړي.

آلمان حکومت د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کې د « کورنۍ د ادغام نوی قانون» تصويب کړ چې د هغې بهير ښکاره کوي. اوس د انګلا مرکل د ګوند «مسيحي دموکرات اتحاد» مهم غړي غواړي چي دغه قانون تر ډيره سخت کړل شي.

د کورنيو د ادغام بهير څه ډول دی؟

د آلمان د مهاجرت ادارې د مقرراتو له مخې، په ټوله کې هغه څوک چې په آلمان کې د «پناه غوښتونکي» يا «مهاجر» په توګه په رسميت پيژندل کيږي، حق لري چې د خپلې کورنۍ نژدې غړي آلمان ته راولي. د کورنۍ نژدې غړو کې په هغه صورت کې چې خاوند مهاجر وي ښځه او ماشومان او که ښځه مهاجره وي خاوند او ماشومان يې شامل دي. که چيرته مهاجر له ۱۸ کلونو ښکته عمر ولري، د کور غړو کې يې مور، پلار، خويندې او وروڼه شامل دي.

کله چې يو پناه غوښتونکی خپله قبولي ترلاسه کوي، بايد سمدلاسه د خپلې کورنۍ د ادغام درخواست وړاندې کړي. هغه له پاره دا لازمه نده چې ثابته کړي چې کولای شي د خپلې کورنۍ غړو له پاره د اوسيدو مناسب ځای او نورو لګښتونه برابرولی شي.

د مهاجر يا پناه غوښتونکي د کورنۍ غړي بايد په خپل هيواد کې د آلمان سفارت ته خپل د ادغام درخواست وړاندې کړي. دغه کار بايد د پناه غوښتونکي تر منل کيدو درې مياشتې وروسته عملا ترسره شي. خو له سفارت سره د ملاقات کولو وخت نيول، بيا له دې څخه زيات وخت نيسي. خو که چيرې دغه درې مياشتې تيرې شي، په هغه صورت کې يوازې مسئول چارواکي دا پريکړه کولای شي چې آيا د پناه غوښتونکي د کورنۍ د ادغام حق لا هم پر ځای دی که نه.

محدوديتونه څه دي؟

تيرکال د هغو کسانو له پاره چې يو کلنې موقتي اقامې يې ترلاسه کړي دي، د کورنيو د ادغام بهير تر دوو کلونو پورې وځنډول شو. ډیريو پناه غوښتونکو، د بيلګې په توګه سوريايي مهاجرو دغه ډول اقامې ترلاسه کړي دي، ځکه هغوي له کورنۍ جګړې تښتيدلي دي او نشي کولای ثابته کړي چې تر تعقيب لاندې دي.

هغه مهاجر چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ مياشتې تر ۱۷ وروسته په رسمي توګه دغه ډول اقامې ترلاسه کړي دي، اوس بايد د ۲۰۱۸ کال د مارچ مياشتې تر ۱۶مې نيټې انتظار وباسي او تر هغې وروسته به د خپلې کورنۍ د ادغام لپاره لاس په کار کيږي.

«مسيحي دموګرات اتحاد» ګوند کوم مقررات غواړي چې عملي يې کړي؟

تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې د ۲۰۱۸ کال له مارچ مياشتې وروسته به په دې برخه کې څه مقررات ترسره کيږي؟

د مسيحي دموکرات اتحاد څخه د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل تر اوسه په دې اړه داسې نظر ورکړی دی که چيرته په ټاکنو کې ګټونکې کيږي نو په احتمال سره د کورنيو د ادغام د ممانعت قانون به په خپل حال وساتي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير چې دی هم له همدې ګوند څخه دی، غواړي د هغو مهاجرو له پاره چې موقتي يو کلنې اقامې يې ترلاسه کړي دي، د کورنيو د اغام د ممانعت قانون يې تمدید کړل شي.

د آلمان په پارلمان کې د همدې ګوند يو بل غړی آرمين شوستر بيا له حکومته غوښتي دي چې بايد د هغو افرادو شمير مشخص او محدود کړي کوم چې هر کال تازه آلمان ته وارديږي. هغه «دي ويلت» ورځپاڼې ته ويلي دي: « که مونږ ګورو چې آلمان ته له هغه شمير څخه چې مونږ يې تمه لرو زيات مهاجر داخلیږي، نو بايد د کورنيو د ادغام پروګرام لږ شي. که چيرته وضعيت د دې برعکس وو، د ادغام پروګرام دې زيات کړل شي».

مخالفان څه وايي؟

د آلمان غيردولتي سازمانونه او اپوزيسيون ګوندونه غواړي چې دغه ممانعتونه بايد ژر تر ژره له مخې لرې کړل شي.

د مهاجرو څخه ملاتړ کونکی سازمان «پرو ازول» د کورنيو د ادغام ممانعت قانون «غير انساني» بولي، چې کولای شي د هغو کورنيو غړو لپاره مرګونی پريوځي کوم چې مجبور دي په جنګي سيمو کې پاتې شي.

د آلمان راتلونکو انتخاباتو کې د زرغون ګوند نومانده کاترين ګورينګ ايکارت وايي چې مهاجر په آلماني ټولنه کې هغه وخت ښه ادغاميدای شي چې د خپلو کورنيو غړو د سلامتيا انديښنې ورسره نه وي پاتې.

د کيڼ اړخ ګوندونو مشره کتيا کيپنګ پر دغې محافظه کارانه نظريې کلکه نيوکه کوي چې ولې د مهاجرو د کورنيو د ادغام مسئله د هغو مهاجرو له شمير سره تړل شوې کوم چې دغه هيواد ته داخلیږي. هغه وايي: « دغه طرحه په قطعي ډول د هغو ارزښتونو سره په ټکر کې ده کوم چې مسيحي دموکرات ګوند هغه خپل د مهاجرت په سياست کې مطرح کړي دي. ګواګې په دغو ارزښتونو کې مهاجر نه راځي».

کارلا بلایکر/ ع. ح/ک.ص

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):