1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د نورو هيوادونو په اتباعو د پوځ تشه ډکه کړي

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

د آلمان پوځ د شمیر د زیاتولو له پاره يوه جګپوړي پوځي چارواکي وړاندیز کړی دی چې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو اتباع دې جذب کړل شي. دغه اتباع به د ټکنالوجۍ او د طبابت په برخه کې خدمت کوي.

https://p.dw.com/p/3AiQM
Norwegen Nato-Großübung Trident Juncture
انځور: picture-alliance/ZumaPress

داسې ښکاري چې آلمان غواړي په خپل پوځ کې د متخصصو عسکرو او د ځانګړې مودې قراردادیانو د شمولیت له پاره د آلماني اتباع شرط له منځه یوسي. د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې۲۷ نیټه) د دغه هیواد پوځ وړاندیز کړی دی چې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو اتباع به د دې امکان پیدا کړي چې د آلمان په پوځ کې جذب شي.

آلمان په۲۰۱۱م کال کې په پوځ کې د رضاکاره خدمت کولو مسوده لغوه کړه. دغه څه د دې سبب شول چې د آلمان پوځ د سمندري، هوايي او اوس د سایبري ځواکونو په ګډون شپږ څانګې دې ته اړ شي چې د جلب او جذب له پاره تازه هڅې پیل کړي.

د آلمان د پوځ عمومي مفتش څورن د دې هیواد په ایسن کې میشت د «فونکه میډیا ګروپ» په نامه رسنیو د ډلې اړوندې ورځپاڼې ته وویل چې د آلماني سرتیرو د شمیر کمښت ته په پام سره، باید ټولو اړخونو ته پام وشي څو مناسب روزل کیدونکي کسان جذب کړي.

څورن په دغه مرکه کې ویلي دي چې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو د اتباعو جلب او جذب هم یو انتخاب دی. نوموړي په دې هکله د آلمان د دفاع وزارت د ۲۰۱۶م کال ستراتیژۍ ته په اشارې سره وویل: «موږ دلته د بیلګې په توګه د ډاکټرانو او د آی ټي (معلوماتي ټکنالوجۍ) په برخه کې د متخصصینو په هکله خبرې کوو.»

Frankreich  Illkirch-Graffenstaden Bundeswehr Soldaten vom Jägerbataillon 291
انځور: Getty Images/AFP/F. Florin

د څورن دغه وړاندیز داسې مهال کیږي چې همدا څه موده وړاندي د آلمان کابینې د مهاجرو اړوند د تودو بحثونو او د دې هیواد پر پوله پر سختو امنیتي تدابیرو سربیره، د مسلکي کاریګرو د جلب او جذب په برخه کې یوه مسوده تصویب کړه.

له اروپايي ټولنې سره سلا مشورې

د فونکه میدیا رسنۍ د رپوټ په حواله برلین په دې برخه کې د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره سلا مشوري کړې دي. د یادې رسنۍ د رپوټ په حواله د اروپا په ختیځه برخه او بیا په ځانګړې توګه بلغاریا کې په دې هکله اندیښنې شته. رپوټ زیاتوي چې دغه هیوادونه ویره لري چې په دې توګه به د دوی ځوان او ښه روزل شوي کدرونه آلمان ته د مهاجرت کولو له پاره وهڅول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي لا په آلمان کې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو شاوخوا ۵۳۰ زره اتباع ژوند کوي له ۱۸ او ۳۰ کلنۍ تر منځ دي چې دغه شمیر ته په کتو سره ښايي د آلمان د پوځ تشه په خپل هیواد کې د میشتو اروپايي اتباعو له لارې ډکه کړل شي.

په آلمان کې د سوسیال ديموکراتانو (اس. پې. ډې) له ګوند څخه هانس پیټر بارټیلز چې د عسکرو د کاري شرایطو په هکله د دې هیواد پارلمان ته راپور ورکوي وویل چې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو د اتباعو جلب او جذب به یو ډول نورمال او عادي کار وي. نوموړی په دې برخه کې استدلال کوي چې د آلمان د پوځ په لیکو کې له وړاندې د مهاجرت ریښې لرونکي او یا د دوه ګوني تابعیت لرونکي ډير عسکر خدمت کوي.

Von der Leyen zu Truppenbesuch in Afghanistan
انځور: picture alliance / dpa

د آلمان تابعیت او په پوځ کې خدمت

د آلمان د پوځ د قانون د ۳۷ مادې پر اساس چې په ۱۹۵۶م کال کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تصویب شو، د آلمان په پوځ کې خدمت کوونکي کسان باید د آلمان تابعیت ولري او خدمت کوونکي اړ دي چې د آلمان اساسي قانون ته د ژمنتیا قسم وکړي. د آلمان د دفاع وزیري ارزولا فون دیر لاین ویلي دي چې د روان میلادي کال تر پایه د یونیفورم لرونکو امنیتي عسکرو شمیر ۱۸۲ زره رسیږي چې په دې کې د ښځو اندازه خپلې تر ټولو لوړې کچې یعنې ۱۲ سلنې ته رسیدلې ده. د پنجشنبې په ورځ د فوندرلاین د یوې خپرې شوې اعلامیې پر اساس د ۲۰۱۶م کال په پرتله د ښځینه سرتیرو په شمیر کې ۵۶۰۰ ورزیاتې شوې دي.

د آلمان پوځ په ځانګړې توګه د بهرنیو ماموریتونو او زیاتره د ملګرو ملتونو او ناټو په چوکاټ کې د دې هیواد د پارلمان د لارښونو پر اساس فعالیت کوي. په دې هیواد کې پر یونیفورم لرونکو عسکرو سربیره، د آلمان پوځ شاوخوا ۶۰ زره ملکي کارکوونکي هم لري او ادعا کوي چې شاوخوا ۱۰۰۰ مسلکي کارګر روزي.

له آرشیف څخه: