د۶۷۰ کيلو گرامه هیروينو په چاقاق تورن ایراني محاکمه پیل شوه
۱۳۹۸ آذر ۱۹, سهشنبهد آلمان د فرانکفورت ښار په محکمه کې د یوه بار وړونکي موټر د ایراني چلونکي د قضیي د ارزونې بهیر پيل شوی. نوموړی کس د ۶۷۰ کیلوګرامه هیروینو د قاچاق په تور تورن دی. ویل کیږي چې نوموړي غوښتل دغه موټر هالنډ هیواد ته انتقال کړي.
د آلمان خبري آژانس په حواله دا لومړی جلسه ده چې د سه شنبې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوی ده چې د حکم تر صادریدو پورې به د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ تر پایه په مجموع کې شپږ جلسې ترسره شي. دا موټر د روان کال په می میاشت کې د آلماني پولیسو له خوا له پولنډ سره د دغه هیواد په سرحد کې نیول شوی وو.
د براندنبورګ ایالت پولیس د دې موټر تر تالاشي کولو وروسته وتوانیدل په سلګونو کیلوګرامه هیروین کشف کړي. د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د شاوخوا ۶۷۰ کیلوګرامه هیروینو کشف په دې هیواد کې بی ساری بلل کیږي.
دې موټر چې مخدره توکي په کې لیږدول کیده د قرغیزستان هیواد پورې تعلق درلود. قاچاق کیدونکي هیروین د ترکي حلوا په کوچنیو پلاستیکي قطیو کې ځای پرځای شوي وو.
د ۶۷۰ کیلوګرامه هیروینو کشف
آلمان ته د هیروینو د لیږد په اړه اطلاع د هالنډي پولیسو له خوا ورکړل شوې وه. د مخدره موادو د قاچاق د یوه بین المللي بانډ په سفارش ټاکل شوې وه چې دغه نشه یي توکې د آلمان له خاورې تر تیریدو وروسته هالنډ ته انتقال شي.
نوموړی ایرانی موټر چلونکی د دغو مخدره موادو تر نیول کیدو را په دېخوا بندي دی. د براندنبورګ د پولیسو له نظره د دې احتمال چې د موټر چلونکی دې ګواکې په موټر کې د بارو موادو په اړه معلومات ونه لري، ردوي. په دې لارۍ موټر کې د ترلاسه شویو مخدره توکو ارزښت د ۴۰ او ۵۰ میلیونه یورو ترمنځ اټکل شوی دی.
دویچه ویله فارسي/ش.ن/ب.ص