1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آلمان د ۲۰۲۴م کال د اروپا جام د سیالیو کوربتوب ترلاسه کړ

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

د اروپا د فوټبال اتحاديې اجرائیه کمیټې د رایې اچونې له لارې د ۲۰۲۴م کال د اروپا د فوټبال جام سیالیو کوربتوب آلمان ته ورکړ. د دې سیالیو د کوربتوب له پاره ترکیې هم ځان کاندید کړی وو چې کافي رايي يې تر لاسه نه کړې.

https://p.dw.com/p/35asJ
Bekanntgabe EM-Gastgeber 2024
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د پنجشنبې په ورځ د اروپا د فوټبال جام د سیالیو تنظیم کوونکي سازمان یا «UEFA» د اروپا په کچه د دغو مهمو سیالیو د کوربتوب نهايي پریکړه د سویس په نیون ښار کې د دغه سازمان د مشر له لوري وشوه. د اروپا د فوټبال اتحاديې مشر الکسندر چیفیرین وویل چې د سیالیو د کوربتوب په برخه کې د رایې اچولو لړۍ شفافه او په ديموکراتیکه توګه ترسره شوه. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې هره ديموکراتیکه پریکړه، سمه پریکړه وي.

د اروپا د فوټبال جام سیالیو د کوربتوب د حق د ورکړې تر نورو ډیر د آلمان د فوټبال فدراسیون خوشاله کړ. د آلمان د فوټبال د فدراسیون مشر راینارد ګریندل وویل: «غواړم له «UEFA» څخه د دوی د نه باور وړ د اعتماد له کبله مننه وکړم. زه د مسئولیت احساس کوم. موږ پوهیږو چې دغه تورنمنت څه معنی لري. موږ به د [خلکو] د هیلو د پوره کولو په برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړو.»

په دې ترتیب سره، آلمان به له ۱۹۸۸م کال وروسته د لومړي ځل له پاره د اروپا د فوټبال جام د سیالیو کوربه وي.