1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

آلمان د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته وسلې صادروي

۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبه

پنځلس میاشتې مخکې د آلمان حکومتي ګوندونکو د یوه ائتلافي حکومت د تشکيل د موافقتنامې په ترڅ کې د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو صادرول، لږ تر لږه د کاغذ پر مخ محدود کړل. خو نوي شمیرې د دې خلاف دي.

https://p.dw.com/p/3KXs1
DW Exclusive Deutsche Waffen in Jemen SPERRFRIST 26.02.2019 20 Uhr saudische Soldaten an der Grenze zu Jemen
انځور: picture-alliance/AP Photo/ H. Jamali

د آلمان حکومت د روان میلادي کال د پيل راهیسي د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف ته د تر یو میلیارد یورو د ډيرو وسلو او تجهیزاتو صادرولو جواز ورکړی دی.

د آلمان د سوسیال دیموکرات او متحد ګوندونو ترمنځ د یوه ائتلافي حکومت د تشکيل په تړون کې د وسلو پر صادراتو د محدودیت وضعه کولو سربیره، د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر پنځمې پورې آلمان مصر ته د ۸۰۱،۸ میلیونو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو ۱۳ جوازونه او متحده عربي اماراتو ته د ۲۰۶،۱ میلیونه یورو په ارزښت ۴۳ جوازونه صادر کړي دي.

دغه ارقام د آلمان د اقتصاد وزیر په پارلمان کې د زرغون ګوند د استازي امید نوري پور، د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي. نوري پور بیا دغه شمیرې د آلمان له خبري آژانس سره شریکې کړې دي.

سربیره پر دې حکومت آن سعودي عربستان سره د تجهیزاتو اړوند د دوو تجارتي معاملو اجازه ورکړې ده، سره له دې چې دغه هیواد ته د نوامبر میاشتې راهیسي په بشپړ ډول صادرات منع کړای شوي دي.

د آلمان د اقتصاد وزارت مرستیال اولريش نوسباوم، په حواله کې په دې د ۸۳۱۰۰۳ یورو په ارزښت د پوځي زرې موټرو د صادرولو جواز هم شامل دی.

په مجموع کې د دغه پوځي ائتلاف اتو هیوادونو ته د ۱،۱ میلیارد یورو په ارزښت ۱۲۲ جوازونه صادر شوي دي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال کې د عربي هیوادونو یو ائتلاف رامنځته کړ چې د ایران له ملاتړه برخمن د حوثي شعیه یاغیانو پر وړاندې جګړه کې د یمن د حکومت ملاتړ وکړي. دغه جګړه د عربي نړۍ په تر ټولو بی وزله هیواد کې اوس د بشري ناورين د رامنځته کیدو سبب شوی دی.

همدې پسمنظر ته په کتلو سره د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند د تیر کال په پیل کې د ائتلافي حکومت د تشکيل په تړون کې د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو د صادرولو د بندیز غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۸ م کال په نوامبر میاشت کې وروسته تر دې چې د سعودي منتقد خبریال جمال خاشقجې، د ترکیي په استنبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو، دغه هیواد ته د وسلو صادرول په بشپړ ډول منع شول. 

(sn/ms (dpa