1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کډوالو د کمپونو څخه مهاجرین لادرکه کیږي

۱۳۹۴ آبان ۱۲, سه‌شنبه

په تیرو څو میاشتو کې د کډوالو د کمپونو څخه په سلونه کډوال لا درکه شوي دي. د هغوی لادرکه کیدلو چارواکې په انديښنه کړي. دا لومړی ځل نه دی خو په نيډر زاکسن ایالت کې په وروستیو کې یو بې ساری شمیر کډوال لادرکه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Gyjr
انځور له ارشیف څخهانځور: Andrew Wasike

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د دې ایالت په سطحه د «نویه اوسنابريوکر څایټونګ» مجلې د ټولپوښتنې له مخې په دې شمالي ایالت کې تیره میاشت د ۴۰۰۰ کډوالو څخه شاوخوا ۷۰۰ کسان لادرکه شوي دي. چارواکي نه پوهیږي چې دا کډوال څوک دي او چیرې تللي دي.

په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کو دا شان پیښې د آلمان په ټولو ایالتونو کې د کډوالو په کمپونو کې رامنځته شوي دي خو لوړوالی یې د نيډر زاکسن ایالت د پیښې په کچه نه دی.

د نيډر زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ویاند متیاس ایکلر، دویچه ویله ته وویل: «هغوی [کډوال] دا حق لري چې په ازاده توګه وګرځي او کمپونه ترک کړي. نو ځکه موږ نه شو کولی ووایو چې څومره کسان او ولي له کمپونو څخه وځي.»

د اوسنابريوک د ایالت په پوهنتون کې د کډوالو یو کارپوه جوګین اولتمر، خبرداری ورکوي چې دا حالت دې ته اشاره کوي چې ایالتونه کنترول له لاسه ورکوي.

د آلمان د کډوالو قانون دا په ډاګه کوي چې دې هیواد ته تر رسیدو وروسته باید کډوال سمدستي ثبت شي. خو د زرونو ګډوالو د راتګ له کبله په پولو کې د ثبت پروسه شا ته پاتې ده.

د کمپونو څخه پټ وتل

اولتمر وایي: «کله چې دا کډوال ځي نو موږ ته یو یادښت هم نه پریږدي.» لامل یې کیدای شي دا وي چې ځینې کډوال نه غواړي په وړو ښارونو او کلو کې ژوند وکړي او یا د آلمان په نورو سیمو کې خپلو دوستانو او یا د کورنۍ غړو څنګ ته ځي او یا هم کوم بل هیواد ته ځي.

Ungarn, Flüchtlinge auf dem Bahnhof in Budapest
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/L. Foeger

چارواکي وایي چې په جبري توګه د کډوالو په کمپ کې ساتل قانوني کار نه دی او د همدې کبله د کمپونو ساتونکي هم د دوی مخنیوی نه کوي.

د ګډوالو د چارو دې کارپوه د آلمان د حکومت له خوا د کډوالو پر ویش هم نیوکه وکړه او وايي چې د دې هیواد اوسنی د ویش سیستم د کډوالو تر منځ ارتباطات کموي. اولتمر وایي چې د کډوالو له پاره اړیکې ډیرې اړینې دي ځګه چې هغه دوستان او د کورنۍ غړي چې له پخوا په آلمان کې اوسیږي کولی شي دې کډوالو سره ډیره مرسته وکړي.

د سیمو سره اشنا کیدل

ځینې کډوال کیدای شي چې په دې پوه نه شي چې هغوې چیرته دي. د دیلمینهورست ښار ویاند وایي چې نوي کډوال ډیر وخت په دې نه پوهیږي چې آلمان ته تر رسیدو ورسته هغوی چیرې بیول کیږي او د همدي له پاره په کمپونو کې چارواکو نقشې ځړولي دي تر څو کډوال په خپل موقعیت پوه شي.

که هغوې تر ثبتیدو څخه مخکې له کمپ څخه بهر شي او هلته د پولیسو له خوا بیا ونیول شي نو په دې حالت کې هغوی د غیر قانوني کډوالو په توګه معرفي کیږي او د ثبت ټول بهیر له سره پیل کیږي.

اولتمر وایي چې د همدي له پاره باید د ثبت پروسه ډیره چټکه وي تر څو ایالتونه پر دې حالت حاکم شي، کډوال راتلونکې ته هیله مند شي او همداراز ښاروالي هم د پلان جوړونې په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب