1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د پوتین او ترمپ د ملاقات په هکله اندیښمن دی

۱۳۹۷ تیر ۲۳, شنبه

آلمان په پوره علاقمندي سره د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین ترمنځ ملاقات له نږدې څخه څاري. آلمانان په دریو برخو کې اندیښنه لري او هغه ناټو، کریمیا او ګازو د نل لیکې موضوعات دي.

https://p.dw.com/p/31RrZ
Deutschland | Hamburg - G20 Donald Trump und Vladimir Putin
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د روسیې د چارو له پاره د آلمان د حکومت کمیشنر ډیرک ویزه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۶مه نېټه) د فلنډ په هیلسنکي کې د ولادمیر پوتین او ترمپ پر کتنې تبصره نه کوي، خو هغه او ګڼ شمیر نور آلماني مشران به بیا د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ دغه ملاقات په احتیاط او یا هم په وارخطايي سره وڅاري.

په دې وروستیو کې دا د ترمپ تقریباً په عادت اوښتې چې یوازې پر آلمان انتقادونه وکړي او په دې توګه سره د هغه او پوتین ترمنځ د روغې جوړې نښې به برلین لا پسې اندیښمن کړي. په ټوله کې آلمان له دریو اړخونو یا موضوعاتو څخه ډیر اندیښمن دی.

د ناټو راتلونکی

د آلمان د دفاعي سیاست اساس، په ناټو سازمان کې د دې هیواد غړیتوب دی، نو له دې کبله د ناټو د اتحاد او په پوځي برخه کې په نامناسبه اندازه د آلمان د پوځي مصارفو په هکله د ترمپ د یو اړخیزو انتقادونو له کبله برلین ډیر په تعجب کې دی. آلمانان شک لري چې د جنجالي یا د پاروونکو ویناوو ډک د ناټو تر کنفرانس لږ وخت وروسته، د ترمپ او پوتین ملاقات کوم تصادفي عمل نه دی.

Brüssel Nato-Gipfel - Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/F. Mori

د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د آلمان د بهرنیو اړیکو له شورا څخه د روسیې د چارو آلماني کارپوه شتیفن مایستر د «فرانکفورتر الګماینه څایتونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته په دې هکله ویلي وو: «دا په اصل کې د اروپا د پارونې یوه هڅه وه.» نوموړي ویلي وو چې تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چي د امریکا ولسمشر به څومره د اعتماد وړ وي او دا چې آیا له ناټو سره تر توافق تر مخه به هغه له پوتین سره ځینې ژمنې هم وکړي؟ 

ولسمشر ترمپ تر دې وړاندې د ناټو پر غړو هیوادونو باندې د دفاعي مصارفو د لوړولو په موخه د فشار راوړلو له پاره له اروپا څخه د خپل پوځی حضور ختمولو لږ تر لږه ضمني ګواښ هم کړی وو. د نړیوالو مطالعاتو او د ختیځي اروپا له پاره د برلین د مرکز د اکادمیکو چارو د مشر ګویندولین ساسي په فکر دغه موضوع د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو ظاهري درز دی.

د اروپا په پارلمان کې د زرغون ګوند غړې او د پوتین د سیاستونو منتقدې ریبیکا هارمس دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «زه هیله لرم چې په ناټو سازمان کې د ترمپ متحدینو به نوموئِ ته هغه کرښه ورښوولې وي چې له پوتین سره د اړیکو پرمهال یې باید تر پښو لاندې نه کړي.»

د کریمیا وضعیت

د آلمان بله اندیښنه د کریمیا موضوع ده. د ترمپ له پاره بله سخته ازموینه هغه د کریمیا موضوع ده چې په دې هکله به هغه د ناټو له کرښې څومره واوړي او دا چې د کریمیا د موضوع په هکله به ترمپ څومره نرم موقف غوره کړي. آلمان د روسیې له خوا د کریمیا د ټاپو د نیول کیدو په غندنه کې هیڅ شک نه دی پریښودلی خو ولسمشر ترمپ بیا ګډوډ پیغامونه او زیګنالونه لیږلي دي. ولسمشر ترمپ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۲مه نېټه) وویل چې [د روسیې په خاوره کې د کریمیا ټاپو] ورګډول په رسمي توګه پیژندل به «ډیره په زړه پورې پوښتنه وي.»

Belgien Brüssel NATO Gipfel | Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/G. vanden Wijngaert

که چیرته ترمپ پوتین ته په دې برخه کې امتیاز ومني، نو اروپايي ټولنه او آلمان به دغه اقدام ته د خیانت په سترګه وګوري. هارمس په دې هکله وايي: «که چیرته ولسمشر ترمپ چې د خپلو څرګندونو په اساس یې ویره هم شته، کریمیا د روسیې د یوې برخې په توګه وپیژني، نو هغه به نه یوازې د اوکراینانو حقوق وپلوري بلکې په اروپا کې به د هیوادونو ځمکني بشپړتیا او امنیت خرڅ کړي.»

د ګازو د نل لیکې راتلونکی

د آلمان له پاره بله تر ټولو مهمه موضوع هغه له روسیې سره د دوی د ګازو د نل لیکې پروژه ده. د نورو موضوعاتو سربیره آلمانان به د ترمپ او پوتین ترمنځ د ملاقات په وخت کې د ګازو د نل لیکې بحثونه هم په ډیرې علاقې سره تعقیب کړي. ټاکل شوې چې له روسیې څخه د ګازو د نل لیکې دغه پروژه د بالتیک سمندر له لارې آلمان ته وغځول شي. تر دې وړاندې ترمپ پر دغې پروژې سخت انتقادونه کړي او ادعا یې کړې وه چې دغه پروژه به په نه منونکې توګه سره آلمان پر کریملین باندې متکي کړي.

Nord Stream 2 - Verladung der Rohre in Sassnitz
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

د دې انتقادونه سربیره داسې اوازې او ګنګوسې هم خپرې شوي چې ګواکې امریکا په خپله علاقه لري چې پر آلمان لا ډیر طبیعي ګاز وپلوري. خو بیا هم په آلمان کې ځینې کسان شته چې په دې برخه کې ترمپ له موقف سره څه نا څه همغږي دي. په هر صورت دا به ډیره جالبه وي چې ولیدل شي ترمپ چې پر آلمان یې ډیر انتقادونه هم کړي، د دوشنبې ورځې په ملاقات کې د دغې موضوع په هکله څرنګه یو موقف غوره کوي.