1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: یوې افراطي ډلې د سیاستوالو د وژلو لیست جوړ کړی وو

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د نويو نازیانو ځينو غړيو د پولیسو معلومات کارولي، څو د هغو سیاستوالو یو نوملړ جوړ کړي چې دغه ډله یې په نخښه کول غواړي. دوی د جسدونو د لېږد خلطې هم رانیولي وې. دغه معلومات د المان د کورنۍ استخباراتو ادارې ورکړې دي.

https://p.dw.com/p/3LOfI
Nazi-Demo in Chemnitz
انځور: picture alliance / ZB

د آلمان د کورنيو استخباراتو اداره وایي چې د نویو نازیانو یوې ډلې د خپلو ۲۰۰ سیاسي مخالفینو یو نوملړ جوړ کړی وو او همداراز یې د جسدونو د لیږد د خلطو او چونې فرمایش ورکړی دی چې د حکومت د نظام چپه کیدو ته چمتوالی ونیسي. دې ورځي ته د دې ډلې له خوا د «ایکس ورځې» نوم ورکړل شوی وو.

د نویو نازیانو د دې ډلي چي شمېر يې تر۳۰ زيات وو، ډیرو يې د آلمان له پوځ او پولیسو سره اړیکه لرله. د هغوی په ډله کې د پوځ او پولیسو څو پخواني غړي او د مکلنبورګ فورپومرن ایالت د ځانګړو ځواکونو یو اوسنی فعاله غړي هم شامل وو. دغې ډلې ځان ته د «شمالي صلیب» نوم ورکړی وو.

د «شمالي صلیب» غړو په ۲۰۱۷م کال کې له «الګماینه ورځپاڼې» سره په خبرو کې ځانونه د «بې ضرره محافظه کارو دریځ» لرونکي معرفي کړي ول چې په خبره یې د یوه لوی ناورین له پاره یې اړین توکي راټولول.

خو د دې ډلې ټول غړي د وسلو په کارونه کې روزل شوي کسان ول او د «ار ان دي» ورځپاڼې د شبکې په حواله یې وسلو او مهماتو ته لاسرسی درلود. همدې شبکې د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره د دې موضوع په اړه د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې په حواله رپوټ ورکړ.

د آلمان د کورنۍ استخباراتو اداره هم په دې باور ده چې دغې ډلې په شدت سره د «ایکس ورځې» له پاره چمتوالی نیوه او د پولیسو د کمپیوترونو د معلوماتو په کارولو سره یې د ۲۵۰۰۰ کسانو د نومونو او ادرسونو نوملړ چمتو کړی وو. هغوی د تلیګرام اپلکیشن په مرسته یو له بل سره اړیکه نیوله.

په نوملړ کې اکثره شامل کسان د آلمان مسیحي دیموکرات، سوسیال دیموکرات او ګیڼ اړخې ګوندونو پورې تړلي وو. دغه ټول سیاستوال د «مهاجر پلوه» سیاستونو ملاتړي بلل کیږي.

په عین وخت کې څو پلټنې

د «ار ان دي» په حواله د «شمالي صلیب» غړو خپله سیمه د احتمالي اهدافو په ګوته کولو له پاره لټولې وه. ډیر شمیر دغه اهدف په مکلنبورګ فورپومرن او برندینبورګ په ایالتونو کې ول، په ځانګړې توګه بیا د ویسمار، لودویګسلوست او شورین په ښارونو کې.

خو په نوملړ کې یو شمیر فدرال سیاستوال هم شامل وg چې په هغوی کې د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، پخوانی ولسمشر یواخم ګاوک او د آلمان د پارلمان مرستیاله کلاوديا روت، هم شامله وه.

دغه موضوع تر هغه وروسته روښانه شوه چې د آلمان فدرال څارنوالو د آلمان پارلمان د استخباراتو د څار ټولو کمیسیون ته یوه عریضه واندې کړه چې پکې پر «شمالي صلیب» باندې د لا پراخې څارنې غوښتنه شوې وه.

په دې غریضې کې د «توکو یو لیست» هم شامل وو چې ښوول یې دغې ډلې د اجسادو د لیږد خلطې او چونه رانیولې وه چې د اجسادو د له منځه وړلو له پاره کاریږي. پارلمان ته په وړاندې شوې عریضې کې راغلي وو چې دغې ډلې د چونې او اجسادو د لیږد خلطو فرمایش ورکړی وو.

ایالتي څارنوالان  له ۲۰۱۷م کال راهیسې د «شمالي صلیب» ډله په دې شک چې غواړي یو ترهګریز برید ترسره کړي، څیړي. پر دې سربیره د دې ډلې درې غړي په جلا څیړنو کې په دې تورن دي چې په شورین ښار کې یې له پولیسو ۱۰۰۰۰ مرمۍ او یوه اتوماته وسله غلا کړې ده.

د آلمان په کچه شبکه؟

دوه کاله مخکې هم په دې ایالت کې دې ته ورته یوه ډله چې د وژلو یو نوملړ یې هم درلود، پیژندل شوې وه. هغه مهال څیړونکي ځکه دې خبرې ته متوجه شوي ول چې د فرانکو اې. په نوم د آلمان د پوځ یوه سرتیری چې ښي اړخي عقاید یې لرل، په دې تورن شو چې غوښتل یې د سوریایي مهاجر په نوم یو ترهګریز برید ترسره کړي، او بیا ټولنیزه بې نظمي رامنځ ته کړي. دغه څیړنه بیا وروسته د کافي شواهدو د نه شتون له کبله ودرول شوه.

د «ار ان دي» په حواله فرانکو له «هنیبیل» نومې ډلې سره تړاو درلود چې له مکلنبورګ فورپومرن څخه یې فعالیت کاوه او له «شمالي صلیب» سره تړلې وه. چارواکي وایي چې په آلمان کې کیدای شي د «ایکس ورځې» څلور د توطئې ډلې موجودې وي چې هره یوه یې د دې هیواد یوه برخه تر خپل پوښښ لاندې نیسي. دا په داسې حال کې ده چې دغه موضوع لا تر اوسه پورې ثابته شوې نه ده.

د آلمان ادارې دغه ډول ډلو ته د «توطیه کوونکو» نوم ورکوي چې باور لري یوه «خرابه پیښه» رامنځ ته کیدونکې ده او دوی باید ورته چمتوالی ونیسي.

په آلمان کې د نویو نازیانو له خوا ترهګریز فعالیتونه یو ځل بیا د روانې میاشتې په پیل کې د رسنیو په سرلیک بدل شول. هغه وخت یوه پیژندل شوی نوي نازي ستیفن ایرنست، د ځايي سیاستوال والتر لوبکې، د قتل په تور پولیسو ونیو.

ایرنست د روانې اوونۍ په پیل کې د دغه سیاستوال پر وژلو اعتراف وکړ او ویې ویل چې په یوازې سر یې دغه کار کړی دی. خو پولیسو بیا د پنجشنبې په ورځ دوه نور کسان په دې تور چې له ایرنست سره یې د برید په ترسره کولو کې د وسلو او اړیکو په برابرولو کې مرسته کړې وه، ونیول.

د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې په حواله په آلمان کې ۲۴۱۰۰ افراطي ښي اړخې موجود دي. دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله په دې شمیر کې د ۱۰۰ کسانو زیاتوالی ښيي. د دغو کسانو له ډلې څخه ۱۲۷۰۰ یې داسې بلل شوي دي چې «تاوتریخوالي ته تمایل» لري. په دې رپوټ کې د «شمالي صلیب» یادونه نه ده شوې.

د شنبې په ورځ د زاکسن ایالت د اقتصاد وزیر او په دې سیمه کې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتین دولیګ، وویل چې یوه ناپیژندل شوي کس یې کور ته یو جعلي ټوپک استولی دی چې ښايي ورته د مرګ ګواښ وي.

هغه د «دې ویلت ورځپاڼې» ته ویلي دي: «زه هره ورځ لکه د نورو سیاستوالو او اتباعو په څیر چې زموږ د انساني ټولنې او دیموکراسي له پاره کار کوي، ګواښل او توهینیږم.»

هغه زیاته کړې: «زه ډیر دغه ګواښونه نه افشا کوم [...] خو دا ځل [ګواښ] زما کورنۍ ته راجع شوی.»

(ms/nz (Ben Knight