1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د نزدې ۶۰۰ پناه غوښتونو محافظت لغوه شوې

۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبه

د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د آلمان د مهاجرو فدرالې ادارې د نزدې ۶۰۰ پناه غوښتونکو محافظت تر بیا څیړونو وروسته لغوی کړی. خو دغه شمیر د ټولو بیا څیړل شویو دوسیو ډیره کمه برخه تشکیلوي.

https://p.dw.com/p/3KXmt
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Berlin
انځور: Getty Images/S. Gallup

د کین اړخو او زرغون ګوندونه د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا د حفاظت ترلاسه کونکو پناه غوښتونکو د دوسیو د بیا ارزونې بهیر یو اضافي کار بولي. دا ځکه چې په وینا یي ډیر دغه پناه غوښتونکي تر بیا ارزونې وروسته هم په آلمان کی پاتې کیږي. خو لوی ائتلاف بیا دې موضوع ته په بل نظر ګوري. په دې ایتلاف کې شامل ګوندونه ټینګار کوي چې که آن یو تن هم داسې وي چې د پناه مستحق نه وي او هغه یې ترلاسه کړې وي، نو د هغه د موندلو هڅه باید وشي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې یا (Bamf) د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پناه غوښتنې شاوخوا ۶۰۰ هغه پریکړې لغوه کړي دي چې په ترڅ کې یې پناه غوښتونکو ته مثبت ځوابونه ورکړل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې د پناه غوښتونکو ۳۲۶۶۷ دوسیو له ډلې څخه ۹۸ سلنه یي تر بیا آرزونې وروسته هم حفاظت ترلاسه کړی دی او په آلمان کې پاتې دي.

د کورنیو چارو وزارت د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې لوييزا امتسبرګ، د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د ۴۸۹ پنا غوښتونکو د پناهنګي بیرته اخیستل شوې، ځکه چې نور یي هغه شرایط نه درلودل د کوم په اساس چې د پناه مستحق ګڼل شوي وو. همدارنګه ۱۱۴ تنو خپل حفاظت ځکه له لاسه ورکړی دی چې د مصاحبې یا دوسیي د ارزونې پر مهال یي درواغ ویلي وو.

دا اکثره هغه پناه غوښتونکي ول چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې سره یي ځانونه د سوریې او عراق اتباعو په نوم ثبت کړي وو. لوییزا د هغې پوښتنې ځواب ترلاسه نه کړ چې د دغو پناه غوښتونکو د دوسیو دوباره ارزونه به څومره وخت ونيسي؟ خو د کورنیو چارو وزارت یوازې همدمره ویلي وو چې د دې بهیر احساوي ارقام نه دي ثبت شوي.

انځوریز رپوټ زمونږ له آرشیف څخه: 

د مهاجرت د قانون پر اساس یو کس چې د پناهندګۍ دوسیه یي مثبت ځواب ترلاسه کړی وي یوازې په هغه صورت کې دوباره ارزول کیدای شي چې په اصلي ټاټوبي کې یي وضعیت په پرله پسې او دوامداره توګه ښه شوي وي. لوييزا امتسبرګ، انتقاد کوي چې سوریه، ارتیریا، افغانستان او عراق له داسې یوه وضعیت څخه ډیره فاصله لري. د هغې په خبره د دوی د پناهندګۍ دوسیو دوباره ارزونه د دې سبب کیږي چې دوی دې په میاشتو میاشتو په ویره کې وي.

د اپریل میاشتې په پای کې د بامف ادارې سره تر ۲۳۱۴۰۰ ډیرې داسې دوسیي د دوباره ارزونې له پاره جمع شوي وې چې په عادي حالت کې باید وروسته له دریو کلونو څخه دوباره تعقيب شي. دا چې د پناهندګۍ د دغو دوسیو شمیر چې باید تعقیب شي ډیر لوړ دی، نو په موقتي ډول د دغو دوسیو د تعقيب او رزونې بهیر هم له دریو څخه پنځو کلونو ته غځول شوې دی.

اړونده مقررات د پناه غوښتنې او مهاجرت په ارتباط د هغې قانوني بستې یوه برخه تشکيلوي چې د جون میاشتې په اوومه نیټه د آلمان په  پارلمان کې تصویب شوې وه.

په پام کې وه چې له بیا ارزونې سره هغه تیروتنې اصلاح شي چې د( ۲۰۱۵ کال له اوسطو څخه د ۲۰۱۷ کال تر اوسطو پورې) په هغه وخت کې چې د بامف اداره په ډیر لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو د راتګ له امله تر فشار لاندې وه.

sn/ms (dpa)