1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د میلیاردونو یورو تړونونه لاسلیک کړل

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

آلمان او قزاقستان د څو میلیاردونو یورو په ارزښت سوداګري تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه تړونونه د خامو موادو، صنعت او تکنالوژۍ په برخو کي دي.

https://p.dw.com/p/13zSr
انځور: Reuters

د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل، د چهار شنبې په ورځ د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظر بایوف، سره د درو میلیاردونو یورو په ارزښت سوداگري تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د خامو موادو، صنعت او تکنالوژۍ په برخو کي دي.

په برلین کي له ولسمشر نور سلطان نظر بایوف سره تر لیدو وروسته انگیلا میرکل وویل چي که آلماني کمپنۍ په قزاقستان کي لا زیاته پانگه اچونه وکړي دا د دواړو هیوادونو په گټه دئ.

د نوو قراردادونو له مخي به آلمان له قزاقستان څخه خام مواد راوارد کړي او په بدل کي به ئې آلمان له قزاقستان سره مرسته وکړي چي خپل اقتصاد د لا ډیر صنعتي کیدو په لور روان کړي.

آلمان په داسي حال کي له قزاقستان سره د میلیاردونو یورو په ارزښت تړونونه لاسلیکوي چي اروپا له مالي بحران سره لاس او گرایوان ده. د چهار شنبې په ورځ د آلمان د تیر کال د صادراتو په اړه ارقام خپاره شوي دي. خپاره شوي ارقام ښيي چي د تیر کال په دسمبر میاشت کي د آلمان صادرات راکم شوي ول.

نوی ارقام ښيي چي په دغي میاشت کي د آلمان صادرات ۴.۳ سلنه راکم شوي دي. دا په داسي حال کي ده چي کارپوهانو ویلي وو چي په دغه میاشت کي به د آلمان صادرات یوازي یو په سلو کي راکم شي. په ټول ۲۰۱۱ کال کي د آلمان صادرات ۱۱.۴ سلنه لوړ شوي دي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، د فرانسي خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل