1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:د مهاجرو اخراج له مقاومت او د ځواک له کاریدو سره مل دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

هیڅوک نه غواړي پخپله خوښه له آلمان څخه اخراج سي. ځکه اوس دا معلومه سوې ده چي د اخراج پر مهال د دې بهیر د مخنیوي له پاره د پناه غوښتونکو مقاومت ډیر شوی. خو پولیس یې هم په مقابل کي له زور څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/3Npfv
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دا موضوع چي ولې اکثره وختونه د مهاجرو اخراج نه سي تر سره کیدای او د هغوی د اخراج پلانونه له ناکامۍ سره مخامخ کیږي، ډیر لاملونه لري. مهاجرين خپلو او یا دریمو هغو هیوادونو ته چي دوی ورڅخه راغلي دي د اخراج د مخنیوي له پاره په محکمو کي دعوې کوي او په ډیرو مواردو کې هم کامیابه کیږي. او یا دا چې مخکي تر دې چي پولیس هغوی د اخراج په نیت ونیسي، له اخراج سره مخامخ پناه غوښتونکي ځانونه پټوي. کله کله د هغوی اخراج په اخرو دقیقو کي هم د ناکامۍ سره مخامخیږي او په هوايي ډگرونو کي د مقاومت په سبب نه سي تر سره کیدلای. یوازي د همدې ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمايي کي د مختلفو شرکتونو پیلوټانو د ۳۳۵ مهاجرو له انتقال سره مخالفت کړی دی.

دغه شمیرې په پارلمان کي د حکومت څخه د چپیانو د یوې پوښتني په ځواب کي وړاندې سوي دي. خو د دغه ساده ارقامو تر شا د کلونو راهیسي په عملي توګه یوه ستونزه پرته ده او هغه دا چي د مهاجرو د اخراج په بهیر کې په مخ په زیاتیدونکي ډول له فزیکي ځواک څخه کار اخیستل کیږي: هم د مهاجرو او هم دولت له خوا.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د اخراج پر مهال د مهاجرو د ولچکولو پیښې لس وارې ډیرې شوي

د حکومت له خوا په وړاندې سوي ځواب کي راغلي چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸مو کلونو تر منځ د اخراج پر وخت د ولچک سویو مهاجرو شمیر د ۱۳۵ کسانو څخه ۱۲۳۱ تنو ته لوړ سوی.

دا هم په داسي حال کی ده چي په دغو کلونو کي د اخراجیدونکو مهاجرو په شمیر کي ډیر تغیر نه دی راغلی او څه نا څه ثابته پاته سوي دي: د بیلګې په توګه په ۲۰۱۷م کال کی ۲۳۹۶۶ او په ۲۰۱۸م کال کي ۲۳۶۱۷ کسان اخراج سوي دي. د روان کال تر جون میاشت پوري ۱۱۴۹۶ کسان اخراج سوي دي او اټل کیږي چې د کال تر پایه پورې شمیر د تیرو کلونو اندازې ته ورسیږي. دا په داسې حال کي دی چې د اخراج په موخه د ولچک سویو مهاجرو تعداد بیا لس وارې لوړ سوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاندي ایلیونور پیترمن، د دوشنبې په ورځ (د اگست میاشتي پر۱۲مه نیټه) د دې موضوع په هکله د دویچه ویله د یوې پوښتني په ځواب کي وویل: «له دې کبله چي اخراجیدل [د رد سویو پناه غوښتونکو] په خوښه نه تر سره کیږي، نو ورسره مخامخ کسان خپله ناراضایتي ښکاره کوي، ښايي د فزیکي مقاومت له ښوولو سره.»

Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

هغې زیاه کړه چې د دې له پاره چي داخراجیدو پروسه سربیره پر هغه عملي سي، نو د هغوی د انتقال پر مهال ډیر وخت ولچکیږي او یا له نورو وسایلو څخه کار اخیستل کیږي. خو په خبره یې د دې څخه «یوازي د وروستۍ وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.»

خو د چپیانو له فراکسیون څخه اولا یېلپکه، د دواړو اړخونو له خوا مخ پر ډیریدونکی تشدد بل ډول بیانوي او وايي: «زه دا د منلو وړ نه بولم، چي د دغو انسانو شک او تردید ته تل په بې رحمانه ډول د زور څخه په کار اخیستلو سره ځواب ورکړل سي او د ارادې پر خلاف یې په خپلو هیوادونو کي فقر او بدبختۍ او یا هم ترانزیټي هیوادونو ته واستول سي.»

یېلپکه په دې ارتباط د اروپايي شورا د ربړونې ضد کمیټې هغه انتقاد ته هم اشاره وکړه چي د همدې کال په مي میاشت کي یې له آلمان څخه غوښتي وو، چي د مهاجرو د اخراج پر مهال «نامناسب او د انساني شان او شوکت خلاف» تشدد ته خاتمه ورکړي.

زمو  آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(30.12.2017 )