1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د سړې هوا له وجې ۹ بې کوره کسان مړه شوي

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

د آلمان د بې کوره کسانو ټولنې ادعا کړې ده چې په سړه هوا کې د شپې تیرولو له وجې ځيني بې سرپناه خلک مړه شوي دي. د تير ژمې په همدې موده کې يخې هوا درې کسان وژلي ول.

https://p.dw.com/p/3AbxO
Obdachlosigkeit - Obdachlos
انځور: picture alliance/NurPhoto/E. Contini

د کار موندنې او کور لټونې په برخه کې د مرستې فدرالي ټولنې (BAGW) د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې له اکتوبر میاشتې راهيسې د سړې هوا له کبله په ټول آلمان کې ۹ هغه کسان چې کورونه او سرپناه نه لري، مړه شوي دي.

د دغي ټولنې اجرايوي مشري ويرينا روسنکه له «راينشه پوست» ورځپاڼي سره په خبرو کې وويل: «موږ په نهه تنو خبر يو چې د شپې له خوا بې له کومه بل دليله مړه شوي دي.» هغې زياته کړه: «په ځینو قضيو کې د عدلي طب معاينات جريان لري خو موږ داسې انگيرو چې د مړو شويو کسانو کورونه نه درلودل او د يخې هوا له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

ويل شوي دي چې څلور کسان په بندري ښار هامبورگ کې، دوه په دوسلدور او يو په کولن، ايسن او د آلمان په ختيځ ښار لاوخهامر کې مړه شوي دي.

د بې کوره کسانو ټولني په حواله د تير ۲۰۱۷م کال کې په همدې موده کې يې د درو کسانو د مړيني خبر ترلاسه کړی وو، خو ښايي د ډېرو نورو په هلکه دوی ته خبر نه وي ورکړل شوی.

د بې کوره کسانو شمير مخ پر زياتيدو دی

يادې ټولنې خبرداری ورکړی چې په ټول آلمان کې د بې کوره کسانو شمير مخ پر زياتيدو دی او په لومړي ځل تر يو ميليون اوښتی دی.

تيرکال يادي ټولني د هغو کسانو شمير چې اپارتمان يا کور یې نه درلود ۸۶۰۰۰۰ اټکل کړی وو چې په دې کې ۵۲۰۰۰ هغه کسان هم شامل ول چې پر سړکونو ژوند کوي او هيڅ کومه سرپناه نه لري.

روسنکه وويل: «اوس ښايي د بې کوره کسانو ټول ټال شمير يو ميلیون ته رسيدلی وي.»

هغې زياته کړه: «په تير کال کې مو اټکل دا وو چې ډېر ژر به ۱،۲ ميليونه ښځي، ماشومان او نارينه خپل کور ونه لري.»

د BAGW ټولنې د يخ د وجې د مړو شويو شمیر د رسنيو د رپوټونو پر اساس راټول کړی او ثبت کړی دی. دا ټولنه پر حکومت انتقاد کوي چې په هيواد کې د بې کوره کسانو او د سړې هوا له وجې د مړو شويو هیڅ حساب کتاب یې نه دی ساتلی.

په آلمان کې له۱۹۹۰م کال راهيسې کابو ۳۰۰ کسان د يخې هوا له وجې مړه شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: