1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د داعش د اروپایي جنگيالو بيرته ستنول به ستونزمن وي

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

آلمان د ترمپ د هغه غوښتني په هلکه چې وايي په سوريه کې نيول شوي د داعش اروپايي جنگيالي دي په خپلو هيوادونو کې محاکمه شي، شکونه ښوولي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير یې لا د تابيعت د ارزونې په برخه کې هم ستونزي ويني.

https://p.dw.com/p/3DZq6
Irak angehörige des IS in Gefangenschaft
انځور: Getty Images/AFP/S. Hamed

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۶ نيټه) له خپلو اروپايي متحدينو څخه غوښتي ول چې په داعش يا «اسلامي دولت» ډلې پورې اړونده هغه بهرني جنگيالي دې بيرته واخلي چې په سوريه کې د امريکا له ملاتړه برخمن کردي ځواک نيولي دي.

ترمپ ويلي ول: «امريکا متحده ايالات له برېتانيا، فرانسې، آلمان او خپلو نورو اروپايي متحدينو څخه غواړي چې د داعش تر۸۰۰ زيات جنگيالي چې په سوريه کې موږ نيولي دي، بيرته واخلي او محاکمه یې کړي.» هغه زياته کړه که نه نو «موږ به مجبور شو چې هغوی آزاد کړو.»

ترمپ زياته کړې وه: «امريکا نه غواړي چې د داعش دغه جنگيالي اروپا ته نفوذ وکړي، چيرته چې د دوی د تگ تمه کيږي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير شک لري

د امريکا متحده ايالاتو دې غوښتني چې اروپايي هيوادونه دې خپل هغه اتباع چې له داعش سره يوځای شوي دي بيرته له سوريې او عراق څخه را وغواړي، په آلمان کې سخت بحثونه راپورته کړي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس د يکشنې په ورځ د ترمپ د خبرو په غبرگون کې وويل چې د امريکا د دې غوښتنې «عملي کول خورا ستونزمن کار دی.»

نوموړي د آلمان له «ای آر ډي» تلویزيون د « Anne Will» په نوم خپرونه کې وويل چې د داعش جنگياليو او د هغوی د ښځو او کوچنيانو راستنول يوازې په هغه صورت کې امکان لري «چې دا ډاډ ترلاسه شي چې دغه کسان به تر ستنيدو سملاسي وروسته محاکمه شي او له را رسيدو سره سم به ونيول شي.»

هغه زياته کړه: «که داسې ونه شي، زه فکر کوم چې د دې کار [غوښتني] عملي کول، به ډېر ستونزمن وي.»

ماس وويل څوک چې د آلمان تابيعت لري هغه آلمان ته د ستنيدو حق لري. خو له هغه راهيسې چې آلمان د سوریې له حکومت سره ديپلوماتيکي اړيکي شلولي دي او د سوریې کردي سيمه هم په رسميت نه پيژني، نو د دغه زندانيانو د هويت ارزونه هم امکان نه لري.»

د داعش په لسونو آلماني غړي د سوريې له کردانو سره بنديان دي

د اروپايي هيوادونو حکومتونه د خپلو هغو اتباعو د بيرته راستنېدو په هلکه اندېښنه لري چې په سوريه او عراق کې د داعش له پاره جنگېدلي دي. د دوی بيره دا ده چې په آلمان فرانسې او نورو اروپايي هيوادونو کې تر تروريستي بريدونو وروسته يووار بيا له جهاده د الهام اخيستونکو افراطيانو خطر ډير نه شي.

په هرحال. خو د سوریې په هغه برخو کې چې د کردي ځواک له خوا کنتروليږي، د امريکا متحدو ايالاتو د ځواکونو احتمالي اخراج د امنيتي وضعيت په اړه د نا اطمنانۍ لامل شوی دی.

د سوریې ديموکراتيک ځواک (SDF) د داعش  شا او خوا ۸۰۰ جنگيالي، د هغوی ۶۰۰ ميرمنې او ۱۲۰۰ کوچنيان چې د يو شمېر هېوادونو سره تړاو لري، د داعش د له منځه وړولو په عملياتو کې چې مشرتوب یې کردانو کاوه، نيولي دي.

Syrien Baghus  - Frauen fliehen mit ihren Kindern aus dem IS-Dorf
د داعش د بهرنيو جنگيالو د اولادونو او ښځو موضوع د اروپايي هيوادونو له پاره په ځانگړي توگه ستونزمنه ده.انځور: picture-alliance/dpa/A. Hamam

د سوریې کردي چارواکو ويلي دي چې د داعش د دی بهرنيو جنگيالو بار نه شي وړلی او لا دمخه یې غوښتنه کړې وه چې دا جنگيالي دي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

هغوی خبرداری ورکوي چې سيمه یې باثباته نه ده او د دې خطر شته چې د داعش نيول شوي جنگيالي دي له زندانه وتښتي او په اروپا کې په ترور لاس پورې کړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د اټکل پر اساس له ۲۰۱۳م کال راهيسې کابو زر تنه له آلمان څخه په سوريه او عراق کې له جهادستانو سره يوځای شوي دي. ويل شوي چې له دوی څخه کابو يو پر دريمه برخه بيرته آلمان ته راستانه شوي دي چې ځينې یې محاکمه شوي او يا هم د اصلاح په موخه په ځانگړو پروگرامونو کې شامل کړل شوي دي.

خو ويل شوي چې ۲۷۰ ښځې او ماشومان لا اوس هم په سوريه او عراق کې دي چې گومان کيږي د ماشومانو کابو ۷۵ سلنه یې لا درې کلن شوي نه دي.

په عراق کې د داعش ځيني آلماني غړي محاکمه شوې دي. خو آلمان د سوریې له کردي ادارې سره چې په رسميت يې نه ده پيژندلې، کومې رسمي اړيکي نه لري او د دغه ادارې او محکمو هره پريکړه د نړيوالو قوانينو له مخې بې باوره ده. د سوریې کردانو ويلي دي چې دوی د دې صلاحيت نه لري او نه هم غواړي چې د داعش بهرني غړي محاکمه کړي.

آلماني سياستوال غبرگون ښوولی

د صدراعظمې انگلا ميرکل د مسيحي ديموکرات گوند د کورني سياست کارپوه ارمين شوستر، د «ډېر شپيگل» مجلې ته ويلي دي چې د داعش زنداني جنگيالي چې د آلمان تابيعت لري بايد له سوریې څخه بيرته راوستل شي او محاکمه شي. هغه زياته کړې: «آلمان د خپلو اتباعو له پاره مسئوليت لري، آن که هغوی سخت جرمونه هم ترسره کړي وي.»

د آلمان د زرغون گوند د بهرني سیاست د برخې وياند اميد نوري پور «Deutschlandfunk» راډيو ته ويلي دي چې آلمان بايد خپل نيول شوي اتباع بيرته ومني او له هغوی سره حساب کتاب وکړي.  نوموړي زياته کړې: «موږ د قانون پر بنسټ ولاړ دولت لرو او بايد همداسې چلن وکړو.»

خو د بايران ایالت د کورنيو چارو وزیر يوآخم هيرمن ويلي چې هغه آلمان ته د داعش د غړيو د راستنولو په اړه انديښه لري. هغه ويلي د دې خبرې د ډاډمنولو اړتيا ده چې دغه کسان محاکمه شي او د شواهدو د نه شتون له وجې بايد آزاد نه شي.

زموږ له آرشيف څخه: