1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د حجاب پر موضوع بحث پر فزیکي شخړې بدل شو

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

د یوه آلماني پوهنتون په لیلیه کې د زړوکي یا حجاب پر سر روان بحث په فزیکي شخړې واوښت. د دغه بحث منتظمين د وضعیت د کنترولولو له پاره اړ شول پولیس را وغواړي.

https://p.dw.com/p/3WQsP
Schülerin mit Kopftuch - Türksiche Schülerin
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان په فرانکفورت ښار کې د ګوئته پوهنتون په لیلیه کې د حجاب او زړوکي د په سرولو اړوند بحث، په ظاهره د سکون په فضاء کې پيل شو، خو تر لږ وخت وروسته تُندو او ترخو جملو وضعیت بدل کړ او خبره حتی فزیکې نښتې ته واوښته. د وضعیت د کنترولولو له پاره پولیس را وبلل شول.

د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼې په حواله دا پيښه د پنجشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ګویته پوهنتنو په یوه لیلیه کې د «حجاب: لباس، مذهبي نښه یا سیاسي آله» تر عنوان لاندې یو ډیالوګ يعنې د خبرو اترو پروګرام په لاره اچول شوی وو. د ورځپاڼې په حواله د پولیسو تر را رسیدو وروسته وضعیت تر کنترول لاندې راوستل شو.

د پولیسو یوه ویاند د «بيلډ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل چې چارواکو د ډیر شمیر کسانو پر خلاف له تشدد څخه د کار اخیستنې تور په اساس پلټنې پيل کړي دي. د ښي اړخو د فعاليتونو پر ضد د محصلينو د يوې ډلې یو شمیر محصلين هم هلته راټول شوي وو.

Symbolbild Polizei Deutschland
پولیسو پلټنې پيل کړي دي، څو شخړې ته د لمن وهونکو کسانو انګیزه معلومه کړي.انځور: picture alliance/rtn - radio tele nord

دغو محصلينو هلته پلاکاټونه راپورته کړل چې له امله یي د سوال او ځواب لړۍ پيل شوه او د دې ډلې له محصلينو څخه ؤغوښتل شو چې له تالار څخه ووځي، خو وضعیت کړکیچن شو او فزیکي شخړه رامنځته شوه.

د دې مباحثې له پاره د «ټیر دی فم« په نامه د ښځو د حقونو ډلې پورې اړوند نائله شیخي هم وربلل شوې وه.د آلمان په یوه لوی ایالت کي د نجونو حجاب نه منع کیږي

د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼې په حواله شیخي وویل چې څوک هغه له دې نظر څخه نه شي اړولی چې نقاب د «ښځو غلامي» ده. هغه وایي چې ټول عمر پر دې موضوع بحث کولو ته تیاره ده.

خو د ښي اړخو د فعاليتونو ضد د ډلې محصلين د نائله شیخي له نظر سره موافق نه وو، دوی ویل چې په شعوري ډول هڅه کیږي چې مسلمانان د تبعیضي چلن ښکار وګرځي. 

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ص