1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آلمان: د بنديز سربیره ۳ سوه کسان پر آذان لمونځ ته حاضر شول

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د کرونا ویروس د خپریدونو د مخنوي په خاطر له کورونو څخه د باندې نه وتلو حکومتي بندیز سربیره، د برلین له یوه جومات څخه په لوډسپيکر کې د آذان له اوریدو سره سم د جومات مخې ته ۳۰۰ تنه راټول شول.

https://p.dw.com/p/3aVJt
Deutschland Berliner Abgeordnetenwahl - Dar-as-Salam Moschee
انځور: DW/C. Cottrell

د آلمان د پلازمېنې برلین په نیوکولون سیمه کې د دار السلام مسجد او د عیسویانو پروتستانت کلتوري ټولنې آی زېډ د کرونا ویروس د بحران پر مهال د ټولنیز وحدت د نښې په توګه هم مهاله له جومات څخه د آذان او له کلیسا څخه د زنګ غږول کیدو لړۍ پيل کړې وه.


د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه د جمعې په ماسپښین چې کله د لاډسپیکر په وسیله د دارالسلام جومات څخه آذان وشو، نو د جومات مخې ته نږدې ۳۰۰ تنه راټول شول.


د یادونې وړ ده چې په آلمان کې خلک اجازه نه لري چې بی له ضرورته له کوره ووځي او پر ټولو مذهبي، ټولنیزو او ولسي اجتماعاتو بندیز لګول شوی دی.

خو تر آذان وروسته کله چې په ډیر لوړ شمیر کې د خلکو راټولیدل پيل شول، نو منتظمینو هڅه وکړه چې د جومات مخې ته د خلکو د راټولیدنې مخه ونیسي:« له ستاسې څخه هیله کوو چې د لمانځه پر مهال د جومات مخې ته مه راټولیږئ. د دې ترڅنګ د وبایي ناروغۍ په اړه د حکومت پر حفاظتي تدابیرو باید عمل وشي.»

د دې اعلان سربیره د جمعې د لمانځه ادا کولو له پاره د نیوکولون د اوسیدونکو د راتګ لړۍ دوام پیدا کړ.

د برلين پولیسو په تویتر کې ولیکل چې د جومات امام، د ښار منتظمین او پولیس وتوانیدل چې خلک یوازې د ټاکل شوې فاضلې پر مراعاتولو قانع کړي.

د پولیسو د یوه تویت په حواله: «د جومات له ملا امام سره تر خبرو وروسته لمونځ له ټاکل شوې وخت مخکې پای ته ورسول شو.»

همدارنګه پولیسو ویلي چې د دغو کسانو پر وړاندې د حفاظتي اوامرو د نه مراعاتولو له امله هیڅ ډول جریمه یا د شکایت قضیه نه ده ثبت شوې.
وروسته تر دې د (نیو کولون بګیګننُګ شتیتی) ټولنې تر چتر لاندې د دارالسلام جومات د منتظمينو له خوا یوه بیانیه خپره شوه چې دوی مجبوره کړای شوي دي چې د کرونا ویروس په بحران کې د ټولنیز وحدت د پيغام کمپاین ودروي.

د بیانیي مطابق: «د حکومتي اوامرو مراعاتول ضروري دي او د آذان پر مهال په کور کې د پاتی کیدو غوښتنې برخلاف، د جومات مخې ته د خلکو راټولیدنې دوام پیدا کړ، له دې امله دا کار یعني کمپاین بندیږي.»

د دې ترڅنګ منتظمينو د کرونا ویروس د وبا پر مهال د خلکو د روغتیا له پاره دعاګانې وکړې او د سیمې له خلکو څخه یې په راتلونکي کې د بامسئولیته چلند غوښتنه وکړه.

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا