1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د مهاجرو د داخلیدو په مخنیوي او دیپورت کي ډېرښت

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې آلمان ته د داخلیدونکو مهاجرو مخنیوي د تیرکال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی. د مهاجرو په دیپورت کې هم ډېرښت راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1JegA
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د هغو مهاجرو شمېر مخ په زیاتیدو دی چې آلمان یې په خپلو پولو کې د ننوتلو مخنیوي کوي. په دغو هرو څلورو مهاجرو کې یو یې افغان دی.

آلمانۍ ورځپاڼه «اُسنابروکر» لیکي چې د هغو مهاجرو دیپورتیدل هم مخ پر زیاتیدو دي چې منل شوي نه دي. ورځپاڼي دغه څرګندوني د آلمان دولت له خوا د دغه هیواد د پارلمان کیڼ اړخ ګوند ته د یو استول شوي استجوابیه سند په حواله کړي دي.

پر دې اساس، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د جرمني په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې دغه هیواد ته د ۱۳ زره و ۳۲۴ تنو مهاجرو د ننوتلو مخنیوی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني پولیسو تیرکال د ۸۹۱۳ تنو مهاجرو د داخلیدو مخنیوی کړی وو، چې هغې ته په کتو، دغه شمېر د روان کال په شپږو میاشتو کې ۵۰ سلنه زيات شوي دي.

د اتریش سرحد

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په دې برخه کې له اتریش سره پر ګډ سرحد کنترول، تر ټولو زیاته اغېزه لرلې ده. پر دغه سرحد د روان کال په لو مړيو شپږو میاشتو کې جرمني ته د ۱۰۶۲۹ تنو مهاجرو د داخلیدو مخنیوی شوی دی.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په رد شویو هرو څلورو مهاجرو کې یو یې افغان دی چې وروسته په دویم ردیف کې سوریه او عراق راځي.

په ديپورت کې ډېرښت

ياده ورځپاڼه د آلمان حکومت د استجوابیه سند په حواله لیکي چې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، ۱۳۷۴۳ تنه مهاجر له جرمني څخه دیپورت شوي دي. په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۵م کال کې ۲۰۸۸۸ تنه او په ۲۰۱۴م کال کې ۱۰۸۸۴ تنه دیپورت شوي ول. ورځپاڼه لیکي چې اکثره دیپورت شوي کسان د هوا له لاري خپلو هيوادونو ته لېږل شوي دي.

د پارلمان د کیڼ اړخو نیوکه

د آلمان په پارلمان (بوندستا) کې د کیڼ اړخ ګونډ ویاند یادې ورځپاڼې ته وویل: «خلک بیرته ځي، ځکه د پناه غوښتنه یې زیات وخت نیسي او دغه راز د ژبې کورسونو نه شتون او له بلې خوا جرمني ته یې د کورنۍ د پاتو غړو د راوستلو نه امکانات، هغوی ناهیلې کړي دي».

هغه وویل چې د حکومت له خوا عراق یا افغانستان ته د انسانانو دیپورتول، یو غیر مسئولانه اقدام دی چې دا د هغوی د تباه کولو په معنی دی.