1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د سوریې د کډوالو لومړنۍ ډله راځي

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په راتلونکې اوونۍ کې د سوریې د بې ځایه شوو کډوالو لومړۍ ډله آلمان ته رارسیږي. د آلمان حکومت سمدلاسه پلان نه لري چې د سوریې له پنځو زرو کډوال څخه ډېر يې ومني. آلمان په دې ترڅ کې اوس هم مخکښ نقش لري.

https://p.dw.com/p/19ciA
Syrians fleeing violence in their country crossed into Turkey, in Reyhanli, Hatay, on August 12, 2012. More than 4,000 people fleeing violence in Syria have entered neighboring Turkey in the past three days, bringing the total number of Syrian refugees there to 59,710, Turkish authorities said on Monday. Photo by Cem Genco/AA/ABACAPRESS.COM # 331032_002 pixel Schlagworte fliehen , Ventilator , Flüchtlinge , Habseligkeiten , Grenze , neu , Syrien , Politik , Krisen , Gesellschaft pixel Überschrift Syrische Flüchtlinge ... Personen Kontinent - Land Türkei Provinz - Ort Hatay Aufnahmedatum 20120813 pixel Rechtliche Daten Bildrechte Verwendung nur in Deutschland Besondere Hinweise - Rechtevermerk picture alliance / abaca Notiz zur Verwendung picture alliance / abaca pixel
Syrische Flüchtlinge in der Türkeiانځور: picture alliance/abaca

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د پنځو زرو بې ځایه شوو کډوالو لومړنۍ ډله به د راتلونکي چهارشنبې په ورځ آلمان ته راورسیږي. د آلمان حکومت د دغو کډوالو منلو ته تیر کال چمتو والی ښوولی وو. زیاته شوې ده چې له دغي ډلي څخه ۱۱۰ تنه له بحران ځپلي سیمي څخه د چارتر الوتکې په واسطه د آلمان هانوور ښار ته انتقالیږي او له هغه ځایه به د فرید لند، په نامه د کډوالو موقتي کمپ ته ولیږدول شي. وروسته به دغه کسان د آلمان پر بېلابېلو ایالتونو باندي وویشل شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزرات ویاند ویلي دي چې له دغو کسانو پرته ۲۵۰ کډوال لا تر مخه په خپل ابتکار آلمان ته را رسیدلي دي. د پنځو زرو تنو له جملې څخه به نور کسان په راتلونکو میاشتو کې آلمان ته سفر وکړي.

د بشارالاسد رژیم او د مخالفینو تر منځ له پيل شوي کړکېچ راهیسې کابو دوه نیم کاله تيريږي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ د نښتو په پایله کې تر دوو میلیونو زیات سوريايان له خپل هیواد څخه کډه کولو ته مجبوره شوي دي، چې پکې ډیر ماشومان هم شامل دي. د دغو کډوالو ډیر شمیر يې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزرات ویاند وړاندي وایي:

«له دغي سیمې څخه د ۵۰۰۰ تنو په منلو سره آلمان په څرګند ډول په اروپا کې مخکښ نقش لري. داسې هیوادونه شته چې هغوی په لسونو او ډیر کم شمیر هیوادونو په سونو کډوال منلي دي. پر دې سربیره آلمان په سوریه کې تر متحده ایالاتو وروسته، د اقتصادي مرستو ورکوونکو دوهم ستر هیواد دی.»

د آلمان د کورنیو چارو وزرات ویاند دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې له ۲۰۱۱کال راهیسې آلمان ته تر ۱۷ زرو زیات سیاسي پناه غوښتونکي راغلي دي.

د سوریې نور کډوال نه منل کیږي

د آلمان حکومت په اوس وخت کې پلان لري، چې له سوریې څخه نور کډوال و نه مني. د کورنیو چارو وزرات ویاند زیاته کړې ده چې وخت ته په کتو سره به ولیدل شي چې نور کوم اضافي اقدامات تر سره کیدای شي.

د آلمان د حکومت ویاند شټیفن زایبرت، د اروپایي ټولنې له نورو هیوادونو څخه غوښتي دي چې د کډوالو نه دریدونکي وضعیت ته په کتو سره په خپلو هیوادونو کې د سوریې ډیر شمیر کډوال ومني. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «موږ له خپلو شریکانو څخه غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې پر خپلو تعهداتو له سره کتنه وکړي او یا شاید شمیر يې ډیر کړي.»

همداشان د اوونې په پای کې به د سوریې د کړکیچ موضوع د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د G-20 غونډې په تړاو په یوه غیر رسمي ملاقات کې هم مهم رول ولري.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوې مرکې ته په کتو سره چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده د آلمان حکومت ویاند وویل: «په اوسني وخت کې د روسیې له خوا یو کم نرمښت تر سترګو کیږي.»

په دغه مرکه کې ولادیمیر پوتین دې خبرې ته اشاره کړې وه چې هغه په سوریه کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې په هغه صورت کې پوځي عملیات تائیدولای شي، چې د دمشق له خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه «قانع کوونکي» شواهد وړاندي شي.

شټیفن زایبرت په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله به په پیترس بورګ کې له خپلو روسي سیالانو سره د سوریې د موضوع په اړه «ژورې خبري اتري» تر سره کړي.