1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته بيرته راوستلی افغان مهاجر په دغه هيواد کې پاتې کيږي

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

يو افغان مهاجر چې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی او بيا وروسته د آلمان حکومت بيرته دغه هیواد ته راوست، په آلمان کې پاتې کيږي. د دې سره سره د حشمت ف. د پناه غوښتنې دوسيه لا هم جنجال لري.

https://p.dw.com/p/307uE
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: Reuters/R. Orlowski

د آلمان د «زيګمارينګن» ښار يوې محکمې حکم ورکړی دی چې د آلمان فدرالي حکومت بايد هغه افغان مهاجر ته چې د افغانستان څخه بيرته آلمان ته راوستل شوی دی، په دغه هيواد کې د اوسیدو حق ورکړي. دغه خبره د جمعې په ورځ د محکمې وياند وکړه. دا په دې معنی ده، چې حشمت ف. اوس په آلمان کې درې کلنه اقامه او په دغه هيواد کې د کار کولو اجازه ترلاسه کوي. خو دغه حکم لا تر اوسه نهايي شوی نه دی.

د دغه ۲۴کلن افغان مهاجر قضيه په ټوله جرمني کې د پام وړ واقع شوې ده، ځکه چې هغه افغانستان ته په غيرقانوني توګه اخراج شوی وو. حشمت ف. بیا وروسته د «زيګمارينګن» ښار د محکمې په سپارښتنه، د تيرکال په دسمبر مياشت کې بيرته آلمان ته راوستل شو.

وروسته ترهغه ،چي د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنه د روان کال په جنورۍ مياشت کې رد شوه، خو هغه د دغه حکم پر وړاندې شکايت وکړ.

محکمه وروسته تر درو ساعتونو پوښتنو او ځوابونو دې نتيجې ته ورسيدله چې د دغه افغان مهاجر دغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا تر تعقيب لاندې وو، د منلو وړ ده. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې (بامف) د حشمت ف. دغه ادعا نه ده منلې او د هغه دوسيه يې رد کړې ده.

حشمت ف. ويلي دي چې هغه د طالبانو له خوا د امريکايانو سره د همکاري کولو له پاره ګواښل شوی دی او نژدي وو چې ووژل شي.

بد آلمان خبري آژانس / ع. ح / م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: