1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان بيا يوه ډله افغان مهاجر اخراج کړل

۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبه

له آلمان څخه افغانستان ته یوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر هم اخراج سول. د کابل د هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي په يوه الوتکه کي ۲۶ رد سوي نارینه مهاجر ور رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3nqVQ
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

افغان چارواکو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي د کابل هوايي ډگر ته رسېدلي دي.

د کرونا وبا له امله تر یوه ځنډ وروسته، د ۲۰۲۰م کال له مارچ مياشتي راهیسي، لومړی په دسمبر مياشت کي يوه ډله افغانان چي په آلمان کي د پناه غوښتنه نه ول منل سوې اخراج سول.

له جرمني څخه د رد سوو افغان مهاجرو اخراج له ۲۰۱۶م کال راهيسي پيل سوی دی چي دا يې ۳۵مه پرواز وو. په دغو پروازونو کي ۹۶۳ افغان نارینه مهاجر بیرته افغانستان ته استول سوي دي. 

له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده. له طالبانو سره د سولې د خبرو پر دوام سربیره، په دغه هیواد کي داخلي جگړه ادامه لري.

په تیرو لسو کلونو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. د کرونا وبا له امله د افغانستان اقتصاد او کمزوری روغتیايي سیستم لا نور هم تر فشار لاندي راغلی.