1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آسترالیا، هند ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ بهمن ۱۹, یکشنبه

د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو تر مخه په یوه تمریناتي لوبه کې د آسترالیا لوبډلې د هند لوبډلې ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه. آسترالیا لومړی بېټنگ وکړ او هند ته یې د ۳۷۲ منډو هدف وټاکه چې پوره یې نه شو کړای. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1EXyV
انځور: picture-alliance/Dave Hunt

د آسترالیا د کرکیټ ملي لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته د منډې جوړولو پریکړه وکړه. د آسترالیا اوپنرانو وارنر او فینچ له پيله تیزه لوبه پيل کړه، خو کله چې په نهم اوور کې د آسترلیا مجموعي منډې ۶۱ ته ورسیدې نو فنچ وسوځید. تر هغه وروسته واټسن راغی او د ۲۲ منډو جوړولو وروسته دی هم وسوځید. سمېت د آسترالیا دریم لوبغاړی وو چې د یوې منډې د جوړولو وروسته وسوځید. په دغه وخت کې د آسترالیا مجموعي منډې ۱۲۰ وې. وارنر د ۱۰۴ منډو جوړولو وروسته وسوځید. ده پر ۸۳ توپونو د د دوو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ دغه منډې جوړې کړې.

د آسترالیا توپ وهونکو خپلو منډو جوړولو ته ادامه ورکړه. د مکس وېل ۱۲۲ او د بایلې ۴۴ منډو هم د آسترالیا په بریا کې لوی لاس درلود. د مسک ویل منډې ځکه د پام وړ وې چې پر ۵۷ توپونو یې د اتو شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ دغه منډې کړې وې. دی د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. په پای کې د آسترالیا ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې د ۳۷۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده.

تر هغې وروسته د هند لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله، خو له لومړي سره دا خبره معلومه وه چې په یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۳۷۱ منډو هدف ته رسیدل آسانه کار نه دی. خو د هندوستان لوبډله هغه وخت تر فشار لاندې راغله، چې د ۲۰ په مجموعي منډو د هند اوپنر روهیت شرما وسوځید. تر هغې وروسته کوهلي توپ وهنې ته راووت خو چې کله مجموعي منډې ۵۳ ته ورسیدې نو دې هم وسوځید. د هند په لوبډله کې تر ټولې زیاتې منډې راهني وکړي. ده پر ۵۲ توپونو د اتو څلوریزو پر مټ ۶۶ منډې وکړې. د هند بل لوبغاړی دهوني وو چې ۵۹ منډې یې وکړې.

تر هغې وروسته د هند لوبغاړي د آسترلیایي بالرانو یا توپ اچوونکو پر وړاندې ټینگ نه شول او یوه په بل پسې ویکټې لویدې. د هند وروستی لوبغاړی د ۴۶ اوور په لومړي توپ هغه وخت وسوځید چې مجموعي منډې یې ۲۶۵ ته رسیدلي وې. په دې ترتیب آسترالیاد دغه لوبه چې د اېډیلیډ په ښار کې تر سر شوه، په ۱۰۶ منډو وگټله.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د فبرورۍ میاشتې پر لسمه نېټه په همدغه ښار کې د هندوستان د لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.