د یمن په خونړیو جګړو کې لسګونو کسان وژل شوي
۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبهد آلمان غږ راډیو د یکشنبې (د فبرورۍ ۲۸ نیټه) په ورځ د سیمه ایزو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د یمن په سویل لویدیځ مأرب ولایت کې د پوځي نښتو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ په وژل شوو کې ۲۸ تنه یې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي یاغیانو پورې تعلق درلودونکي ملیشه او ۲۲ تنه نور یې حکومتي ځواکونه ول.
د څه مودې راهیسې په دې سیمه کې جګړې شدت موندلی دی. د المسیره په نوم د حوثیانو تبلیغاني تلویزوني شبکې ویلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د حکومتي ځواکونو په ملاتړ په وار وار د مأرب په ولایت کې مختلفې سیمې بمبار کړي دي.
د مأرب ولایت د عبد ربه منصور هادي چې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت پيژندل شوی دی، یو له مهمو دولتي پوځي اډو څخه شمیرل کیږي، خو د دغه هیواد پر یوې لویې برخې کنترول نه لري.
په یمن کې د یاغیانو یوه لوړپوړې چارواکي د فبرورۍ په اوومه نیټه د ایرنا خبري آژانس ته ویلي وو چې نږدې ټول مأرب ولایت «آزاد» شوی دی او یوازې د ولایت مرکز د «سعودي ائتلاف د مزدورانو او ترهګرو ډلو په اشغال» کې دی چې په وینا یي د هغې آزادول به ډیر وخت ونه نیسي.
په یمن کې شخړه د ایران او سعودي عربستان تر ټولو مهمه نیابتي جګړه بلل کیږي. ایران په وار وار د حوثي ملیشو په مالي ملاتړ او دغو یاغیانو ته د وسلو په ورکړې تورن شوی دی، خو ایران بیا دغه تورونه ردوي.
په مأرب کې د شخړې له زور اخیستو سره هم مهاله د فرانسې خبري آژانس د سعودي عربستان په رهبرۍ ائتلاف په حواله رپوټ ورکړی دی چې د هیواد د هوایي دفاع سیستم یي د ریاض په فضاء کې د حوثي یاغیانو یو بالستیک توغندی خنثی کړی دی.
د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس وایي چې د دغه هیواد په مختلفو برخو کې لږ تر لږه د حوثي ملیشه و شپږ بی پيلوټه الوتکې (ډرون) یې را نسکورې کړي دي.
د المسیر شبکې د یکشنبې په ورځ د حوثیانو د یوه ویاند په حواله ادعا کړې ده چې تیره شپه یو بالستیک توغندی او شپږ بی پیلوټه الوتکو په ریاض کې مختلف اهداف په نښه کړي دي.
د یمن حوثي یاغیانو ګواښ کړی دی چې د سعودي عربستان پر ضد خپلو نظامي عملیاتو ته ادامه ورکوي او د ملکي خلکو څخه یې غوښتي دي چې د دې هیواد هوایي ډګرونو او پوځي تاسیساتو ته له نږدې ځایونو څخه دې ووځي.
دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح