سیلانیانو ښځو سره په انځورونو کې وسله وال څوک دي؟
۱۴۰۳ مهر ۱۷, سهشنبهله دوشنبې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنیو کې داسې انځورونه لاس پر لاس کيږي چې ظاهرا پکې په افغانستان کې بهرنۍ سیلانیانې له داسي وسله والو کسانو سره په انځورونو کې ښودل کيږي چې طالب جنګياليو ته ورته دي.
په دغو انځورونو کې ښکاري چې بهرنۍ سيلانيانې له پوځي افرادو سره له وسلو سره یادګاري انځورونه اخلي او یوه دسترخوان ته ناست په ګډه ډوډۍ خوري. دغه انځورونه هم دننه په کوټو او هم په خلاصو ځایونو کې اخیستل شوي دي چې په ځینو کې ېې بهرنیۍ سیلانيانې پر سر ټيکري نه لري.
دغو انځورونه په دې دلیل په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پام ځانته راګرځولی دی چې طالبانو پر افغان نجونو او مېرمنو ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.
د ټولنیزو رسنیو اکثرو کاروونکو ليکلي دي چې طالبان په افغانستان کې ښځې په کورنو کې بندېانې کړي دي، خو له بهرنیو ښځو سره متفاوت چلند کوي، له هغوی سره انځورونه اخلي، ډوډۍ ورسره خوري او په راحتۍ ېې تر څنګ دريږي.
ځينو کاروونکو نيوکه کړې ده چې طالبانو افغان ښځې د بدن او مخ پر بشپړ پوښښ مکلفې کړي او حتی د هغوی غږ «عورت» ګڼي، خو له بهرنيو ښځو سره اوږه په اوږه انځورنه اخلي.
ليلا فروغ محمدي پر اکس شبکه ليکلي: «طالبان له بهرنیو سيلانیانو سره داسې چلند کوي کواګې چې هر څه عادي وي، په داسې حال کې چې ښځې رسماً له ټولنې حذف شوي دي.»
یو افغان خبريال، نوید محمدي ليکلي چې بهرنیانیانې له وسلو سره «طالبانو سره عکسونه اخلي او د افغانستان ښځې په کورنو کې بندیانې دي.»
خو طالبان وايي کومو کسانو چې له دغو ښځو سره انځورونه اخیستي دي، د دوی د ادارې ځواکونه نه دي.
د طالبانو ادارې مرستيال ویاند، حمدالله فطرت، دویچه وله ته وويل: «دا امارتي سرتيري نه دي، بلکې امنيتي محافظان دي چې په قراردادي توګه له خصوصي شرکتونو سره امنيتي کار کوي.»
هغه زیاته کړه: «هر خصوصي شرکت خپل ساتونکي لري، چې یوازې د وسلې د انتقال اجازه او پوځي جامې لرې. دوی یوازې خصوصي ساتونکي دي او د یو شرکت له افرادو سره یو ځای اوسیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په خپرو شوو انځورنو کې لږ تر لږه په یوه کې ېې د طالبانو بيرغ او د یوه پر کالیو یو انځور چې ظاهرا د کوم طالب چارواکي دی، ليدل کيږي.
د طالبانو مرستیال ویاند معلومات نه لري چې په افغانستان کې څه شمېر خصوصي شرکتونه فعالیت لري او دغه افراد د کومو شرکتونو اړوند دي.
دويچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.