1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د حیواناتو تر پروتينو د ترکارۍ پروتین سالم دي؟

۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبه

اکثره وخت خلک داسي پوښتنې کوي چې آيا ريښتيا به د حیواناتو تر پروتينو د ترکارۍ او سبو پروتين سالم وي؟ وروستيو څېړنو د دغو پروتينو له يو بل سره توپير په ګوته کړی.

https://p.dw.com/p/3xsMf
Symbolbild | rotes Fleisch
انځور: Colourbox

ډيرو څېړنو ښودلې چې غوښه د پروتينو له پاره تر ټولوغوره انتخاب نه دی. خو آيا کولی شي بې له دې چې بدن له ستونزو سره مخامخ کړي، خپل ځای په آسانۍ سره د سبو او ترکاريو سرچينو ته ورکړی؟

د پاپيو لر ساينس د رپوټ له مخې واقعيت دا دی چې د سبو او ترکارۍ پروتين ټول د ضرورت وړ پروتينونه نه لري. د غوښي له خوراک سره کولی شئ په خپل بدن کې د اړتيا وړ ټول د آمينو آسیدونه, د پروتينو د توليد له ويټامينونو سره تر لاسه کړئ، لکه ويټامين بي ۱۲، تيامين، ويتامين بي۵، بي۶، بي۷ او آی او ک ويتامينونه.

خو بل اصلي ټکی دا دی، که تاسي حيواني پروتين په يو غذايي رژيم سره د سبو او ترکاريو له پريتينو سره بدل کړئ، ستاسې بدن د کوچنيو مغزي موادو له کمښت سره نه مخ کيږې. خو په دې شرط چې د ترکاريو پروتين په پوره اندازه وخورئ. تاسی کولي شئ له کبانو سمندري ژويو څخه يې تر لاسه کړئ.

هغه پروتيني غلې دانې تاسي چې ترينه خپل پروتين پوره کولې شئ دا دي: غله دانې، عدس، لوبيا، حبوبات او خاصي مېوې لکه آووکادو، سویا، وريجې او نخود.

د کالیفورنیا اوسیدونکي کارپوه اندره جيانکولي وايې: »د سبو او ترکاريو پروتين د حيواناتو تر پروتينو ډېر سالم دي، په دې دليل چې بدن ته ډير پروتين له کمې کالري سره رسوي. دغه راز په هغې کي هغه څه شته چې د حيواناتو پروتین يې نه لري. فيبر چې د خوړو په هضمولو کي مرسته کوي، د کولمو سالم ميکروبيم تقويه کوي او د زړه او تنفسۍ ناروغيو خطر ډير کموي.

د ميتا ارزونه ښيې، هغه کسان چې د سبو او ترکاريو پروتين د خوراک له پاره غوره کوي، سالمې روغتيا او اوږود عمر ته ډير تمايل لري او د سرطان په ناروغۍ کم اخته کيږې. پر اتو ترسره شويو څېړنو باندې د ارزوني له مخې څرګنده شوې، هغه کسان چې رژيم نيسې او سابه، ترکاري خوري د هغو کسانو په پرتله چې غوښه خوري ۳۰ سلنه کم د ايسکمينيک قلبي ناروغیو له کبله مري.

تاسي به احتمالاً د غوښي د زيانونو په اړه د روغتیا نړيوال سازمان پراخ راپور اوريدلې وي: په خاص ډول غټه کولمه او دغه راز د لوزالمعدې او پروستات سرطان په هکله چې د سرې او په غوړو کي کباب شوي غوښې سره اړيکه لري. ان دا چې تروه غوښه او کباب شوي هم دغه شان اغېز لري.

هره ورخ غني شوي سبوس لرونکي غله جات او لوبيا وخورئ، د سبو شيره لکه د سویا يا بادامو شيره وڅښئ چې د کلسیمو درلودونکي دي.