1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی عسکر یې په افغانستان کې د يوه ملکي کس د وژلو په تور نيولی دی. قضيه په افغانستان کې د آستراليايي ځواکونو د ماموريت په مودې پورې اړه لري.

https://p.dw.com/p/4OvIK
 آرشيف انڅور: آستراليا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته په زرونو عسکر استولي
آرشيف انڅور: آستراليا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته په زرونو عسکر استوليانځور: Paul Miller/EPA/picture alliance

د آستراليا فدرالي پوليسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۰) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې پر دې نيول شوي ۴۱ کلن پخواني آستراليايي عسکر به په محکمه کې د جنګي جرمونو په ترڅ کې د قتل تور ولګول شي چې دا جرم د عمري بند سزا لري.

د پوليسو په اعلاميه کې زياته شوې: «تور لګول کيږي چې دغه عسکر په افغانستان کې د آستراليا د دفاعي ځواکونو د ماموريت پر وخت يو افغان وژلی وي.»

د «ای بي سي» شبکې د رپوټ په حواله دغه تور په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان په روزګان ولایت کې د يوه نارينه په ډزو د وژلو په تړاو لګول شوی دی.

اړونده موضوع:«آستراليايي عسکرو ۳۹ افغانان وژلي دي»

په ۲۰۲۰م کال کې يوې څلور کلنې څېړنې ښوولې وه چې د آستراليا ځانګړو ځواکونو احتمالاً په افغانستان کې د خپل ماموريت پر وخت ۳۹ بې وسلې کسان او ملکیان وژلي دي. د رپوټونو پر اساس د کوماندو ځواکونو لوړپوړو چارواکو ټيټ رتبه عسکر مجبور کړي چې په بند کې پراته بې دفاع کسان ووژني.

د څېړنو د لارښوونو په تعقيبولو سره بيا د آستراليا د پوځ ۱۹ برحاله او پخواني غړي يوه ځانګړي پلټونکي ته معرفي شول څو مشخص کړل شي چې آیا د اقامې دعوې له پاره کافي شواهد شتون لري او که نه.

اړونده موضوع: رپوټ: آستراليا د افغانانو د وژلو په تړاو عسکر له دندي ګوښه کوي

آستراليا د ناټو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو برخه وه او د افغان ځواکونو په رزونه او کابو دوه لسیزې یې د طالبانو پر ضد جګړه کې ونډه درلودله.

تر ۳۹۰۰۰ ډېرو آستراليایي عسکرو په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده او د دې ماموريت په ترڅ کې ۴۱ آسترليايي عسکر وژل شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)