1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکا په استانبول کي د افغانستان کنفرانس ته تیاری نیسي

۱۴۰۰ فروردین ۲۰, جمعه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي په استانبول کي د افغانستان په اړه کنفرانس مقدماتي کارونه جریان لري. جمهور رئیس اشرف غني هم په دغه کنفرانس کي د افغانستان د پوره امادګۍ خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rlLn
USA Außenminister Antony Blinken
انځور: Andrew Caballero-Reynolds/REUTERS

د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزارت اعلان کړی دی، چي د افغانستان د حکومت او طالبانو د نمایندګانو ترمنځ د خبرو د چټک والي سره د کومک په منظور یې د استانبول کنفرانس جوړولو ته تیاری جریان لري.

د امریکا نوی جمهورریس، جو بایدن د خپلو پاتو ۳۵۰۰ نظامي قواوو د تمدید او یا وتلو په اړه د تصمیم نیولو په حال کي دی. د پخواني جمهورریس دونالد ترمپ سره د یوې موافقې پراساس باید ټوله امریکايي قواوي د همدې اپریل میاشي تر ۳۰ مي نیټې پوري له افغانستان څخه ووزي.

خو د امریکا نظامي چارواکو پیشنهاد کړی دی، چي د افغانستان د (حساسو امنیتي شرایطو) په دلیل باید دغه مهلت تمدید سي.

د رویترز خبري آژانس په حواله د بایدن ادارې د افغانستان حکومت او طالبان تر فشارلاندي راوستلي دي، چي د دغه مهلت ترسرته رسیدو دمخه باید پر یوه سیاسي توافق او اوربند باندي سره جوړ سي.

جمهورریس اشرف غني هم په دې اواخرو کي اعلان کړی، چي حکومت يې په دغه کنفرانس کي ګډون ته پوره امادګي لري. هغه به په دغه کنفرانس کي د سولي یوه طرحه هم وړاندي کړي، د کوم پراساس چي باید ژر تر ژره انتخابات ترسره سي.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

د مختلفو طرحو ارزیابي او یووالی

د افغانستان د سولي د عالي شورأ رییس، عبدالله عبدالله پخپل فیسبوک پاڼه کي لیکلي دي: «د هغو طرحو، کومي چي د سیاسي حزبونو، حکومت، مدني ټولنو، رسنیو او افغانانو لخوا دوی ته رسیدلي دي، د ارزیابۍ او یووالي کار پای ته رسیدلی دی. »

ویل کیږي، چي راتلونکې سه شنبه ورځ به د دغو طرحو جمع بندي وروستۍ مرحلې ته ورسیږي او د سولي د عالي شورا د رهبرۍ کمیټې ته وړاندي سي.

د سولي عالي شورا په یوه اعلامیه کي راغلي دي:  « په دغه طرحه کي په عمومي ډول د اسلامي جمهوري نظام پر اصل، د اتباعو پر اساسی حقوقو، د بشر د حقوقو، یوه شخص او یوه رایه پراساس انتخاباتو اصل، په نظام کي د ټولو افغانانو عادلانه شرکت، په هیواد کي د جنګ او تشدد دایمي ختمیدل او د سولي د موافقتنامې د تطبیق پخاطر قوي منطقوي او بین المللي ضمانتونو» باندي ټینګار سوی دی.

باید وویل سي، چي تر اوسه پوري په رسمي ډول د استانبول د کنفرانس د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده اعلان سوې.