د ولسمشر په توګه د بایدن ټاکل کیدو ته نړیوال غبرګونونه | آلمان او نړۍ | DW | 21.01.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د ولسمشر په توګه د بایدن ټاکل کیدو ته نړیوال غبرګونونه

د دونالد ترمپ تر څلورو کلونو واکمنۍ وروسته د نړی سره د امریکا متحده ایالاتو مناسبات خراب سوي دي. په همدې خاطر د نوي جمهور ریس جوبایدن څخه انتظارات هم ډیر دي. دغه انتظارات کوم دي؟

د امریکا نوي جمهور ریس جوبایدن خپل د لوړي مراسمو په وینا کي وویل، چي «موږ بیرته نړۍ ته مراجعه کوو.» هغه همدارنګه وویل، چي «د امریکا متحده ایالات به د امنیت او سولي په لار کي یو قوي ملګری وي.» د نړی د مختلفو هیوادونو مشرانو هم د هغه له راتګ څخه د زړه له کومي هرکلی کړی دی.

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل د خپل ویاند پواسطه د تویتر د لاري ویلي دي، «نن ورځ د امریکا د دیموکراسۍ د بیرته راژوندي کیدو جشن دی.» هغې همدارنګه د «امریکا ـ جرمني د دوستۍ او ګډ کار د یوه نوي فصل څخه» خوشالي څرګنده کړه.

د المان جمهورریس، فرانک والټر شټاینمایر هم په یوه ویدیويي پیغام کي ویلي، چي د «بایدن راتګ د دې امیدوارۍ سره تړلې، چي بین المللي ټولنه به په اینده کي بیرته سره نژدې او په ښه ډول سره ګډ کار وکړي، تر څو زموږ د عصر لوی مشکلات حل کړي.»

د اروپايي ټولني د شورأ رییس، چارلس میشل بیا ویلي، «اوس د دې وخت رارسیدلی دی، چي د انساني تعقل څخه بیرته کار واخیستل سي او د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو روابط د سره نوي کړو.»

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ جوبایدن ته په یوه خط کي لیکلي دي، چي «د اتلانتیک د دواړو غاړو هیوادونو ترمنځ یو نوی فصل شروع کیږي.» په خبره یې «زموږ د دموکراسۍ، ارزښتونو او بین المللي نظم د ساتني په لار کي د امریکا د متحده ایالاتو درهبرۍ رول ډیر مهم او لازمي دی.»

د امریکا اسیايي متحد هیواد، جاپان هم د امریکا متحده ایالاتو سره د راتلونګي ګډ کار څخه خوشالي ښکاره کړې ده: د دغه هیواد صدراعظم، یوشي هاید شیوګا، جوبایدن او د هغه مرستیالي، کامیلا هاریس ته مبارکي ویلې او په تویتر کي یې لیکلي، «خوشاله یو، چي د هغه او ټیم سره یې ګډ کار کوو، تر څو زموږ اتحاد تقویه او د بحر هند او بحر اوقیانوس تر منځ ازاد او پرانیستي مناسبات تحقق پیدا کړي.»  ښایي هم په راتلونکي میاشت کي لا شیوګا امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي او د بایدن سره وګوري.

USA | Washington | Inauguration | Kamala Harris

د بایدن مرستیاله، کامیلا هاریس

د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسن هم د هغه په خبره د بایدن سره ګډ کار ته خوشاله دی. په خبره یې دا مهمه ده، چي بریتانیا د امریکا متحده ایالاتو سره ښه مناسبات ولري. هغه هیله مندي ښکاره کړه، چي بایدن به هم همدغه ډول نظر ولري او د اتلانتیک د دواړو غاړو هیوادونو اتحاد به تقویه کړي. په خبره یې د بایدن سره د خبرو نور مهم موضوعات د کرونا وبا او اقلیمي تغیر دی.

د فرانسې  جمهورریس، ایمانوییل ماکرون د تویتر له لاري جوبایدن ته ښه بریالیتوبونه غوښتي او د بایدن د دې اعلان څخه یې هرکلی کړی، چي د پاریس د اقلیمي تړون سره به بیرته یوځای سي.

 

اعلان