1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر طالبانو باندي هوايي بریدونه کړي دي

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

پنتاګون ویلي دي چي په دې وروستیو کي يې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه پر طالبانو باندي هوايي حملې کړي دي. دغه حملې په داسي وخت کي تر سره کیږي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د تکمیلیدو په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/3xuqZ
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند، جان کیربي پرون پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۲) وویل: «په دې وروستیو ورځو کي موږ د حکومتي قواوو د ملاتړ په خاطر پر طالبانو باندي هوايي حملې کړي دي.»

د پنتاګون ویاند په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي همدارنګه وویل چي «موږ د افغانستان د امنیتي قواوو د ملاتړ په موخه خپلو هوايي بریدونو ته ادمه ورکوو.» هغه اضافه کړه چي د امریکا متحده ایالاتو د  مرکزي اردو قوماندان د دغو حملو د سرته رسولو امر کړی دی.

جان کیربي ویلي دي چي د دغو حملو جزیات نسي بیانولای، خو د امریکا د دفاع د وزیر، لویید آستین اظهارات یې تکرار کړل، چي ویلي یې وه: «امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومتي قواوو ملاتړ ته ژمن دي.»

د امریکا یوه بل دفاعي مقام اسوشیتد پرس آژانس ته ویلي دي چي هیواد یې په تیرو ورځو (سې شنبه او چهار شنبې) پر طالبانو باندي مجموعاً څلور هوايي حملې کړي دي. د هغه په خبره دوې حملې پر نظامي تجهیزاتو باندي سوي دي چي هغي توپخانې او نقلیه وسایط هم پکښې راځي چي طالبانو د افغانستان له حکومتي ځواکونو څخه نیولي ول.

د امریکا لوی درستیز، جنرال مارک میلي تیره چهار شنبه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي د افغانستان اینده د افغانانو په لاس کي ده او زياته کړې يې وه چي افغان امنيتي ځواک بايد خپله اراده د جنګ په میدان کي ثابته کړي.

هغه ویلي دي چي «د افغانستان امنیتي قواوي د جنګ او خپل هیواد د دفاع کافي ظرفیت لري او موږ د جمهور رئیس او دفاع وزیر د لارښوونو مطابق همېشه د ضرورت پر وخت د افغانستان د امنیتي ځواک ملاتړ ته ادامه ورکوو.»