1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: که طالبان واک ته ورسیږي د ښځو حقونه محدودوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د امریکا یوې استخباراتي ادارې خبرداری ورکړی که د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسیږي، نو له ښځو سره به خپل سخت چلند یو وار بیا عملي او د ښځو د حقونو په برخه کی به د دوو لسیزو پرمختګونه بیرته شاته کړي.

https://p.dw.com/p/3sz5b
Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو د ملي شورا یو رپوټ خبرداری ورکوي چي د امریکا تر رهبرۍ لاندي د خارجي ځواکونو په وتلو سره د دې امکان موجود دی چي په دغه هیواد کي د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ سي.

د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو د ملي شورا په دغه ارزونه کي راغلي دي: «طالبان په پراخه کچه د ښځو د حقونو په برخه کي د محدودیدو پر کړنلاره ټینګ پاته دي او که ملي واک په لاس کي ونیسي نو د تیرو دوو لسیزو ډیری پرمختګونه به بیرته پرشا وتمبوي.»

په دغه دوه صفحه یي رپوټ کي له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري د نوموړي ډلې د حاکمیت پر وخت له ښځو او نجونو سره د طالبانو سخت چلند ته اشاره سوې چي ښځي قصداً په کورونو کي قیدي سوې او نجونو زده کړو ته لاس رسی نه درلود.

په هغه وخت کي ښځو حتی د دې اجازه نه درلوده چي د کورنۍ له یوه محرم پرته له کوره ووځي. په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو په نظر کي د هغه وخت په پرتله کوم بدلون نه دی راغلی.

افراطیت او د افغان میرمنو اندیښنې

اوس له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونه وتل پیل سوي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي دي چي د ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې بشپړ سي. خو هغه او نورو امریکایی چارواکو ویلي دي چي له افغانستان او د ښځو د حقونو د تأمینولو په برخه کي به د هغوی ملاتئ پای ته ونه رسیږي.

د طالبانو ډلي تیره میاشت په یوې اعلامیې کي ویلي ول چي ښځي کولای سي «د تعلیم او تربیې، تجارت، روغتیا او ټولنیزو چارو کي د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره ټولني ته خدمت وکړي.«

خو بیا هم په نوموړي رپوټ کی راغلي چي په طالبانو کي «د رهبرۍ حداقل تغییرات» لیدل کیږي چی تر یوځایه د ښځو په برخه کي د طالبانو د ډلي له خوا په دغو ژمنو کي شک رامنځته کوي.

د امریکایی ادارې په دغه ارزونه کي لیکل سوي چي «د ښځو د حقونو په برخه کي» پرمختګونه زیاتره ښایي د بهرنیو فشارونو له برکته رامنځته سوي وي او نه د داخلي ملاتړ له امله.

GP/SR/AG