1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا لوی څارنوال په ټاکنو د درغليو د پلټنو اجازه ورکړه

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو لوی څارنوال ويليم بار په ټاکنو کې د درغليو په اړه د تفتیش اجازه ورکړې ده. ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/3l6Ui
USA Kansas City | William Barr, Justizminister
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedel

د امريکا متحده ایالاتو لوی څارنوال ايالتونو ته لارښونه کړې چې په ټاکنو کې د احتمالي درغليو په اړه د جمهوري غوښتونکي گوند او ولسمشر دونالد ترمپ له خوا شوي شکايتونه د دسمبر تر اتمې نيټې پورې بررسي کړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۹ نیټه) د بېلا بېلو ایالتونو څارنوالانو ته د ليکونو د استولو پر وخت ويلي چې تر اوسه د درغلۍ هیڅ شواهد نه شته. خو بار ويلي چې که چیرې درغلۍ او سرغړونې شوي وي نو باید پلټنه یې وشي او تر دې وروسته دې د ولسمشریزو ټاکنو پايلې تائيد شي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په پنسلوينيا، نيوادا، جورجيا او ایریزونا ايالتونو کې په لږ توپير سره ټاکنې وبایللې او تر دې وروسته یې د درغلۍ تورونه ولگول.  ترمپ تر اوسه په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې. ترمپ تور پورې کوي چې ديموکراتانو د هغه پر ضد پراخه توطيه جوړه کړې او نتایج یې د بايدن په گټه تمام کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر اوسه د خپلو ادعاو د تائيد له پاره کوم شواهد وړاندې کړي نه دي.

د ټاکنو د پايلو په حواله په يو شمیر مهمو ايالتونو کې بايدن تر ترمپ مخکې دی او له يوه ایالت څخه هم په آزاده توگه د درغليو او سرغړونو کوم رپوټ نه دی ثبت شوی. حتی د جمهوري غوښتکي او ديموکرات دواړو گوندونو سره تړاو لرونکي يو شمیر سياستوال هم وايي چې د ټاکنو پروسه پرته له مشکلاتو ترسره شوې ده.

په يو څو ځايونو کې د رای شمیرولو د ماشينونو د خرابيدو پېښه که څه هم چې رامنځته شوي، خو د چارواکو په حواله دا په دومره ستر هېواد کې يوه کوچنۍ خبره ده او دا د ټاکنو پر پايلو هیڅ د پام وړ اغیز نه شي لرلی.

په دې منځ کې په امريکايي رسنیو کې دا رپوټونه ترسترگو کيږي چې د ولسمشر ترمپ د نزدې ملگري وليم بار له خوا په ټاکنو کې د درغليو د موضوع د څېړنو په اړه د اجازې تر ورکړې وروسته د عدلیې د هغه څانگې مشر چې د دې ډول جرمونو په اړه څیړنې کوي، له خپلې دندې گوښه شوی دی.

رچرد پلگر د دوشنبې په ماښام په دې اړه د اعلان پر وخت وويل چې د بار تصميم د هغه د دې پريکړه باعث شو. نوموړی به په عدليه کې خپلې دندې ته ادامه ورکړي خو په ټاکنو کې د سرغړونو او درغلیو په اړه د شکايتونو د بررسي له ادارې جلا شوی دی.

د تازه پرمختگ وروسته اوس ايالتونو ته د دسمبر تر اتمې نيټې پورې وخت ورکړل شوی چې «ټول جایز شکايتونه» او د رايو بيا شمیرلو عریضې و ارزوي.

د دسمبر پر ۱۴ نيته د الکترول کالج د غړيو غونډه په نظر کې ده  چې په هغه کې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانيږي.

زموږ له آرشيف څخه؛