1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کې «دوې ستري» پوځي اډې ساتي

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

يوه لوړپوړي امريکايي جنرال ويلي دي چې له افغانستان څخه د عسکرو د را ايستلو د طرحې له مخې به په دغه هيواد کې دوې سترې امريکايي پوځي اډې پاته وي.

https://p.dw.com/p/3m9rI
Afghanistan Luftwaffenstützpunkt Bagram nahe der Hauptstadt Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

د امریکا متحده ايالاتو جمهوررئيس ترمپ څه وخت مخکې اعلان کړی وو چې د جنورۍ تر ۱۵ نيټې پورې به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير۲۵۰۰ ته را کم کړي.

د رويترز خبري آژانس په حواله د امريکايي پوځ لوی درستیز مارک میلي دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ (د دسمبر ۲مه نيټه) کړي دي.

د ولسمشر ترمپ له خوا تېره مياشت په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شمير کمولو دا پريکړه د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته په داسې حال کې شوې وه چې پوځي مشرانو د پوځي حضور له پاره لا يو پلان نه وو طرحه کړی. په دې ترڅ کې د امريکا د پوځ د ماموريت په اړه ډېري پوښتنې بې ځوابه پاتې وې.

جنرال مارک ميلي د بروکلنګ په څېړنيز مرکز کې د يوې غونډې په ترڅ کې له افغانستانه د عسکرو د راايستلو په اړه په لومړي ځل جزيات په ډاګه کړل.

نوموړي زياته کړه چې امريکا به په افغانستان کې د عسکرو تر کمولو وروسته هم دوې ستري پوځي اډې ولري. نوموړي وويل چې پر دې دوو سترو پوځي اډو سربيره به هلته «يو شمير سټېلايت اډې» هم شتون ولري.

جنرال ميلي زياته کړه چې د امريکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموريتونو ته هم دوام ورکړي: د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ چې له طالبانو سره په شخړه کې ښکيل دي او د القاعدې شبکې او داعش ډلې پر ضد د ترهګرۍ ضد مبارزې ته.

خو نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې وتړل شي او يا د دوو زور امريکايي عسکرو تر کمولو وروسته به یې په ظرفيتونو کې کمښت راشي.

هغه په دې اړه له اټکل کولو ډډه وکړه چې د امريکا ولسمشرۍ ته انتخاب شوی، جو بايدن به په دې اړه څه پريکړه کوي.

جنرال مارک میلي وويل: «دا چې تر هغه وروسته [له واکه د ترمپ تر ګوښه کيدو وروسته] څه کيږي، هغه په نوي ادارې پوري اړه لري.»

په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه د خپلو يو شمېر عسکرو راايستلو ته چمتوالی نيسي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو استازي د چهار شنبې په ورځ د سولې د مذاکراتو پر کړنلاره توافق ته سره رسېدلي دي.

دا په تيرو ۱۹ کلونو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړی کتبي تړون دی چې د مارک ميلي په حواله له ډېري مودې راهيسې د ځنډ ښکار وو او يوه اړخ هم بل ته د جګړې په ډګر کې د ماتې ورکولو جوګه نه شو.

خپل پوځي ماموريت ته په کتو سره جنرال میلي وويل چې امريکا په افغانستان کې «يو څه بری» ترلاسه کړی دی. نوموړي د خبرو اترو پر اهميت ټینګار وکړ، که څه هم چې د هغه په خبره د طالبانو له استازو سره د خبرو میز ته کښيناستل د ځينو کسانو په نظر «ناوړه کار» وو.

هغه وويل: «خو په حقيقت کې د واک د ويش پر سر جوړجاړي ته رسيدل د بغاوتونو د له منځه وړلو تر ټولو عامه لاره ده.»

ب. ص/ ن.ز (رويترز)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب